د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د وردګو شورا: حکومت دې د وردګو د دوو تښتول شوو مشرانو د ژغورنې هڅې وکړي

د وردګو شورا: حکومت دې د وردګو د دوو تښتول شوو مشرانو د ژغورنې هڅې وکړي

Mar 30, 2020 - 12:47

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۹۹): د وردګو قومي عالي شورا وایي، د وردګو دوه قومي مشران ډاکټر ضیاالدین کمال او حاجي محمد ابراهیم له کابل نه تښتول شوي او که حکومت یې په ژغورلو کې بې تفاوتي وکړي، بده راتلونکې لرلای شي.

د وردګو قومي عالي شورا استازی قاضي حبیب الرحمن ابراهیمي د دغو څرګندونو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د وردګو دوه مخور مشران ډاکټر ضیاالدین کمال او حاجي محمد ابراهیم د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند له خوشحال خان مېنې څخه شاوخوا لس ورځې مخکې بې درکه شوي دي.

د ده په وینا، ټول امنیتي چارواکي خبر دي چې په تېرو څو کلونو کې د وردګو مشران د یادې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې تر بریدونو لاندې نیول شوي، وژل شوي او یا هم یرغمل شوي دي، خو اړوندو ارګانونو د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د ډاډ وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

ابراهیمي زیاتوي: «د ډاکټر ضیاالدین کمال او حاجي محمد ابراهیم تري تم کېدل موږ ټولو وردګو ته یوه ټکان ورکوونکې واقعه ده، موږ د وردګو ولایت د خلکو او قومونو په استازیتوب له ټولو امنیتي ادارو په کلکه غواړو چې زموږ تښتول شوو مشرانو ته نجات ورکړي، ځای یې پیدا کړي او عاملین یې د قانون له مخې محاکمه کړي.»

د وردګو قومي عالي شورا هم په یوه اعلامیه کې ورته څرګندونې کړي او زیاته کړې يې ده: «امنیتي مسوولین دې خبر وي چې که په دې هکله بې تفاوتي وکړي، بده راتلونکې لرلای شي.»

د کابل پولیسو د ۱۰۱ اسمایي زون له ویاند فرودس فرامرز سره مو اړیکه ټینګه او دا موضوع مو ورسره شریکه کړه. هغه وویل چې دم ګړۍ په دې اړه ورسره معلومات نشته.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking