کلات (پژواک، ۱۱ وری ۹۹): د ملي دفاع وزارت وایي چې په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو په ډله ییزو بریدونو کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د وري په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه بریدونه تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې شوي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال پژواک اژانس ته د یادو بریدونو د تایید ترڅنګ وویل چې د ملي اردو د شپږو سرتېرو پر وژل کېدو سربېره ګڼو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا یوې بلې سرچینې وویل چې د ملي اردو په پوستو کې د طالبانو نفوذي کس په دغو بریدونو کې مرسته کړې او تر اتو زیات سرتېري يې وژلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، د روان لمریز کال په لومړۍ ورځ د زابل په مرکز کې د یوه نفوذي کس په مرسته طالبانو تر ۲۵ پورې سرتېري ووژل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن