ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني ښار هم قرنطین شو

author avatar
30 Mar 2020 - 12:53
author avatar
30 Mar 2020 - 12:53

غزني ښار (پژواک، ١١ ورى ٩٨): د غزني چارواکي وايي چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه يې په دغه ولايت کې ځينې هټۍ، حمامونه او هوټلونه تړلي او په تګ راتګ يې هم محدويت وضع کړى دى.

د غزني والي وحيدالله کلميزي د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه ځيني محدويتونه وضع کړي دي.

هغه وايي چې د ولايتي کمېټې د پرېکړې له مخې، سر له ننه په ټول غزني کې د غونډو مرکزونه، تفريحي ځايونه، د ودونو هوټلونه، ورزشي ځايونه، سلمانۍ او حمامونه بايد تړلي وي.

دى زياتوي: ((دغه مسئله په غزني ښار او ټولو ولسواليو کې د تطبيق وړ ده.))

ده وويل چې د هېوادوالو د اړتياوو پوره کولو په موخه به روغتيايي مرکزونه، درملتونونه، د ارتزاقي موادو هټۍ، د سون موادو سيمې، بانکونه، صرافي، نانوايي، د مخابراتي اسانتياوو مرکزونه او د قصابۍ هټۍ پرانيستي وي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ترانسپورټ په برخه کې يواځې هغه موټر تګ راتګ کولاى شي چې د مسافرو شمېر يې له څلورو کسانو ډېر نه وي.

والي وايي چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه په د يوې کمېټې له خوا په ټول ښار کې عفوني ضد درمل هم وشيندل شي.

د نوموړي په وينا، د نرخونو د کنټرول په موخه د عامې روغتيا رياست، ملي امنيت، امنيې قوماندانۍ او د مستوفيت له استازو يوه بله کمېټه هم جوړه شوې ده.

کليمزى زياتوي چې د يادو کړنو د تطبيق په موخه د ده په مشرۍ يوه کمېټه هم جوړه شوې چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

په دې اړه د غزني ښار اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل: ((کرونا يوه خطرناکه ناروغي ده، موږ خوشحاله يو چې حکومت ځيني محدويتونه وضع کړي، ټوله دنيا هم دا وايي چې خلک بايد قرنطين شي.))

خو د غزني ښار يو تن هټېوال نعمت بيا وايي: ((دلته ډېر خلک دي چې روز مزدوري کوي، هغوى ته دا ډېره سخته ده چې په کور کې پاتې شي او د خوراک لپاره هېڅ ونه لري، نو حکومت چې خلک قرنطين کوي، بايد  خلکو سره د مرستې لپاره هم منظم پلان ولري.))

د يادونې ده، په ټول هېواد کې تر اوسه د کرونا ناروغۍ له زرو ډېر شکمنې پېښې ثبت شوي چې ١٤٥ يې مثبت دي او له دې شمېرې بيا دوه مثبت او ٣٠ شکمنې پېښې يې په غزني ولايت پورې اړوند دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.