ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستان څخه راتلونکي کسان به تر شلو ورځو په تورخم کې قرنطين کېږي

له پاکستان څخه راتلونکي کسان به تر شلو ورځو په تورخم کې قرنطين کېږي

author avatar
30 Mar 2020 - 15:20
له پاکستان څخه راتلونکي کسان به تر شلو ورځو په تورخم کې قرنطين کېږي
author avatar
30 Mar 2020 - 15:20

جلال اباد (پژواک، ۱۰ وری ۹۹): د ننګرهار ولايتي ادارې پرېکړه کړې چې دغه ولايت ته له پاکستان څخه راتلونکي کسان به تر شلو ورځو تورخم ښارګوټي کې قرنطين کېږي او ترهغه به نه پرېښودل کېږي چې تر څو ترې د کرونا شک نه وي لرې شوی.

تورخم دروازه چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې پاکستانيو ځواکونو تړلې وه، ټاکل شوې د اپريل مياشتې تر ۹مې تړلې پاتې وي.

اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا پنځه زره هغه افغانان چې د درملنې او نورو اړتیاوو په موخه په ويزه باندې تللي، هلته بند پاتې دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل نن سهار پر خپله فيسبوک پاڼه د دغو کسانو د بند پاتې کېدو په اړه معلومات ليکلي او اندېښنه يې شريکه کړې که ياد کسان له کوم قرنطين او معايناتو پرته راځي نو ښايي د هرات ولايت په څېر دلته هم يوه فاجعه رامنځته کړي.

بلخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وایي، چې همدغو اندېښنو ته په کتو د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په مشرۍ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي کمېټې غړو پرېکړه وکړه چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو په تفاهم به د دروازې خلاصېدو سره سم هغه بند پاتې افغانان چې د تورخم له لارې داخليږي له شپاړلسو څخه به تر شل ورځو پورې په ياد ښارګوټي کې قرنطين شي.

هغه زیاته کړه، په قرنطين کېدو کې ټول لويان، ماشومان، مېرمنې او فاميلونه شامل دي، چې په تورخم ښارګوټي کې به ورته د اوسيدو لازم سهولتونه برابر شي.

د دغې کمېټې په پریکړه کې د تورخم ښارګوټي مسوولينو ته سپارښتنه شوې چې په تورخم ښارګوټي کې قرنطين کېدونکو کسانو ته د امنيت، روغتيا او ټولو برخو کې لازم تدابير ونيسي.

د ننګرهاوالي په مشرۍ د کمېټې غړو همدا راز پرېکړه وکړه، چې د کرونا ويروس مخنيوي په موخه هيڅوک نه شي کولی، چې په دې ولايت کې خپل کورونه او جايدادونه له دې وروسته په کرايه ورکړي.

په یاده کمېټه کې د ننګرهار والي،د والي مرستیال،امنیه قوماندان،ولایتي شورا غړي،د دولتی او خصوصي سکتور ادارو مسوولینو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو چې په موضوعاتو تر بحث وروسته یې يادې  پرېکړې وکړې .

د یادونې ده، چې په پاکستان کې له کرونا ناروغۍ ۱۶ تنه مړه او تر ۱۶۰۰ زیات پرې اخته شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.