ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حیات: له پاکستان سره د لارو پر پرانیستلو پر یوه میکانیزم هوکړه شوې ده

حیات: له پاکستان سره د لارو پر پرانیستلو پر یوه میکانیزم هوکړه شوې ده

author avatar
31 Mar 2020 - 15:57
حیات: له پاکستان سره د لارو پر پرانیستلو پر یوه میکانیزم هوکړه شوې ده
author avatar
31 Mar 2020 - 15:57

کندهار (پژواک، ۱۲ وری ۹۹): د کندهار والي وايي، له پاکستان سره د لارو پر پرانیستلو پر یوه میکانیزم هوکړه شوې ده او ډېر ژر به د سپين بولدک لار د صادراتو او واردتو لپاره پرانیستل شي.

حیات الله حیات نن د وري په ۱۲مه په خبري غونډه کې وویل، تر راتلونکو دوو ورځو به د سپين بولدک لار پرانیستل شي چې پر بنسټ به یې د خوراکي توکو د کمښت او لوړې بیې ستونزه حل شي.

هغه زیاته کړه، له پاکستان سره پر یوه میکانیزم هوکړه شوې چې څنګه پر دې لار د تګ راتګ پر مهال د کرونا وایرس د خپرېدو مخنیوی وشي.

دی وايي، په دې برخه کې یوه کمېټه جوړه شوې څو دغه چارې په ښه توګه تر سره شي.

نوموړی په داسې حال کې د دغې لارې د بیا پرانیستل کېدو خبره کوي چې پاکستان شاوخوا درې اوونۍ مخکې د سپین بولدک لار په دې بهانه وتړل چې ګواکې خپلې غاړې ته د کرونا ناروغانو د درملنې مرکز جوړوي.

هغه مهال پاکستاني لوري ویلي وو چې لار د یوې اوونۍ لپاره تړي، خو له هغه مهاله درې اوونۍ تېرېږي چې لار لا هم تړلې ده.

له همدې امله نه یواځې سوداګرۍ ته دروند زیان اوښتی، بلکې د ځینو خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

له بلې خوا د کرښې دواړو خواوو ته په سلګونو لارۍ په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار ولاړې دي چې د لارې پرانیستو په تمه دي.

والي په دې ولایت کې د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه د درېیو پلانونو د جوړولو خبر ورکړ چې که خدای مه کړه دغه پېښې ډېرېږي، نو دوی به یو لړ نور اقدامات هم اخلي.

اوس مهال د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په موخه کندهار ښار په قسمي توګه قرنتین شوی دی.

دی وايي، اوسمهال یې ډېرې چارې پر عامه پوهاوي ور ټولې دي او په دې برخه کې باید ټول مرسته وکړي.

د یادونې ده چې په کندهار کې تر دې مهاله د کرونا وایرس درې پېښې ثبت شوي چې یو یې همدا نن تر رغېدو وروسته رخصت شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.