کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٩): وسله وال طالبان وايي چې د دوى درې کسيزه ډله د بنديانو د خوشې کېدو په تړاو نن کابل ته رسېدلې ده.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د بندیانو د انتقال لپاره د دوی درې کسیز تخنیکي ټیم نن کابل ته ورسېد.
ده زياته کړې، هغوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوي او په تخنیکي برخه کې به د اړتیا وړ اقدامات ترسره کوي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ (په افغانستان کې د سولې راوستلو) تړون د روان لمريز کال د کب په ١٠مه په قطر کې لاسليک شو.
د دغه تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کې به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابرېږي، خو له دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشي او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
خو ولسمشر اشرف غني له تړون يوه ورځ وروسته په يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه چې د بنديانو خوشي کولو لپاره يې له امريکا سره کومه ژمنه نه ده کړې.
نوموړي د بنديانو خوشي کول مشروط ګڼلي او زياته کړې يې ده چې د دوامداره اوربند او سولې ته د طالبانو تر بشپړې ژمنتيا پورې دغه کار نه کوي.
خو څو ورځې مخکې ولسمشر د يو فرمان له مخې، د بنديانو خوشي کولو حکم وکړ، خو دا يې هم له زماني قيد سره مشروط کړل.
له بلې خوا د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند پرون ويلي و، د پخوانۍ نېټې له اعلان سره سم د طالبانو بندیان د وري په ۱۲مه نه خوشې کېږي.
له دې مخکې ټاکل شوې وه چې دغه بندیان د مارچ په ۳۱مه (د وري ۱۲مه) خوشي شي او افغان حکومت ویلي وو چې په لومړي پړاو کې به سل طالب بندیان خوشي کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن