ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنیو چارو وزارت کې نوې مقررۍ شوي

د بهرنیو چارو وزارت کې نوې مقررۍ شوي

author avatar
31 Mar 2020 - 14:24
د بهرنیو چارو وزارت کې نوې مقررۍ شوي
author avatar
31 Mar 2020 - 14:24

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ولسمشر له منظورۍ وروسته په سفارتونو کې نوي کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د وري په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ذکیه وردګ د هندوستان په ممبۍ ښار کې د جنرال کونسلې، جاوید احمد په متحده عربي اماراتو کې د  وزیر مختار او سید لطف الله سادات د جرمني په بن ښار کې د جنرال کونسل په توګه مقرر شوي دي.

د یادونې ده چې د نوي حکومت جوړېدو درې اوونۍ وروسته ځینې مقررۍ پیل شوې دي، شاکر کارګر تېره شپه د  ولسمشر ددفتر د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوې چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر به د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل کیږي، دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو رییس متین بیګ او د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ناهید ایثار به د سفیرانو په توګه وټاکل شي، خو تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.