ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوړو زده کړو وزارت د اليکترونيک زده کړې سيستم طرحه چمتو کړې

د لوړو زده کړو وزارت د اليکترونيک زده کړې سيستم طرحه چمتو کړې

author avatar
31 Mar 2020 - 17:33
د لوړو زده کړو وزارت د اليکترونيک زده کړې سيستم طرحه چمتو کړې
author avatar
31 Mar 2020 - 17:33

کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٩): د لوړو زده کړو وزارت د اليکترونيک زده کړې پر يوې داسې طرحې کار کړى چې کابو ۲۵۰ زره محصلین تر پوښښ لاندې راوستلاى شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو سره د الکترونیک زده کړې سیستم پر طرحې بحث او خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي د الکترونیک زده کړې سیستم طرحې په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل، ويې ویل، دغه طرحه کولای شي شاوخوا ۲۵۰ زره محصلین تر پوښښ لاندې راولي.

هغه زیاته کړه، په یاده طرحه کې د معاصرې زده کړې ټول معیارونه په پام کې نیول شوي او د تطبیق لپاره یې بودجې او د انټرنیټ بیو راکمولو ته اړتیا ده.

همداراز د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلينو د چارو رئیس احمد مسعود لطیف رای د الکترونیک زده کړې سیستم د تخنیکي ابعادو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د احصایي او معلوماتو ملي اداره دې د دغې طرحې په تطبیق کې همکاري وکړي.

ولسمشر غني له هغو متخصصینو څخه چې پر دغه طرحه یې کار کړی، مننه وکړه، ويې ویل، د هغو کسانو نومونه دې لیست شي چې دغه طرحه یې جوړه کړې ده، ترڅو مډالونه ورکول شي.

ده د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د ذکر شوې طرحې د تطبیق لپاره دې بودجه تخمین کړي او باید د عامه پوهاوي په اړه یې هم لازم اقدامات وشي.

غني څرګنده کړه، د احصایي او معلوماتو ملي اداره د دې طرحې تخنیکي مسوولیت په غاړه اخلي او همداراز به د انټرنیټ بیو راکمولو په برخه کې لازم اجراات وشي.

جمهوررئیس غني وویل: «زه د دې طرحې په تطبیق کې، د یوه تعلیمي انقلاب پیل وینم.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.