ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې رییس: د سیاسي بحران دوام هېواد له ناورین سره مخ کوي

د ولسي جرګې رییس: د سیاسي بحران دوام هېواد له ناورین سره مخ کوي

author avatar
31 Mar 2020 - 14:56
د ولسي جرګې رییس: د سیاسي بحران دوام هېواد له ناورین سره مخ کوي
author avatar
31 Mar 2020 - 14:56

کابل (پژواک، ١٢ وری ٩٩): د ولسي جرګې رییس وايي چې په داسې حال کې چې افغانان د کرونا ویروس له جدي ګواښ سره مخ دي د سیاسي بحران دوام هېواد له لوی ناورین سره مخ کوي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني یاد مطلب په خپله ټوېټر پاڼه لیکلی او زیاته کړې یې ده، هغه او د ولسي جرګې یو شمېر نور غړو تېره ورځ په هېواد کې د سیاسي بحران د حل په موخه له ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او ټاکل شوې له محمد اشرف غني سره هم وګوري.

رحماني په ډاګه کړه چې په یاده لیدنه کې یې له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه د دښمن د دسیسو د شنډولو لپاره د یووالي او همغږۍ غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې رییس زیاته کړه چې د هېواد پارلمان د منتخب او ملي بنسټ په توګه په ټول توان د سیاسي بحران د حل په لټه کې دی او د خبرو له لارې د یاد بحران د حل لپاره د ډاکتر عبدالله د چمتوالي ستاینه کوي.

په یاده لیدنه کې چې د ولسي جرګې اداري پلاوي او د دې جرګې یو شمېر غړو هم ګډون درلود میر رحمان رحماني ټینګار وکړ چې په داسې یوه فضا کې چې د افغانستان خلک د کرونا ویروس له جدي ګواښ سره مخ دي د سیاسي بحران دوام هېواد له بحران سره مخ کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ولسي جرګې اداري پلاوي د مشرانو جرګې د اداري پلاوي سره په همغږۍ د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره منځګړيتوب پیل کړ.

وروسته له هغه چې ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ ډاکتر عبدالله عبدالله ورسره مخالفت وکړ او ځان یې د ټول شموله حکومت رییس جمهور اعلان کړ، تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته راغی او له عبدالله او محمد اشرف غني سره یې خبرې وکړې خو یادو خبرو یې پایله نه درلوده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا ته د پومپیو له بېرته ستنېدو وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل، د غني او عبدالله ترمنځ اختلافات په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا هڅې ګواښي او وروسته له هغه چې افغان مشران د یادو اختلافاتو په حل بریالي نه شول امریکا له افغانستان سره د خپلو کلنیو مرستو اندازه یو میلیارد ډالر کموي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.