ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا ۲۳نویو پيښو سره په هیواد کې د ټولو ناروغانو شمیره ۱۹۶ته ورسیده

author avatar
31 Mar 2020 - 20:56
author avatar
31 Mar 2020 - 20:56

هرات (پژواک، ۱۲ وری ۹۹) : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هیواد کې د کرونا ۲۳ نویو پيښو سره په ټول افغانستان کې یې د ناروغانو شمیره ۱۹۶ته ورسیده.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مایار د وري  په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات لابراتوار ته ۱۴۰ نمونې راوړل شوې وې چې ۱۳ یې مثبتې او پاتې منفي  وې.

هغه زیاته کړه، چې د لسو نارینه او دوو ښځو په ګډون ۱۲ په هرات او یوه پيښه په فراه ولایت کې مثبته وه.

د نوموړي په وینا، د هرات د ناروغانو شمیره ۱۴۳ ته ورسیده.

دغه راز د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي چې نن یو ۶۵ کلن تن چې کرونا یې مثبته وه، خو د شکرې او زړه تکلیف هم لرل، او په قرنطین کې و، مړ شوی دی.

مایار دغه راز وویل چې د کابل لابراتوارونو ته ۴۵ نمونې راوړل شوې وې چې یې مثبتې او پاتې یې منفې وو.

د هغه په وینا، په مثبتو پيښو کې کابل کې ۶، غزني بغلان او پکتیکا ولایتونو کې یوه یوه پيښه مثبته وه.

په افغانستان کې تر اوسه له کرونا څلور تنه مړه او شپږ تنه روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ١٩٠ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه دپاسه ۸۰۰ زره کسان اخته شوي او څه کم ۴۰ زره مړه شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه۱۵۰  زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.