کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۹) : ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د حزب اسلامي د یوې ډلې مشر عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
د ولسمشرۍ ماڼې د ستراتېژیکو اړیکو رییس او د ولسمشر سلاکار وحید عمر د وري په ۱۲مه، په ټویټر کې لیکلي، چې د کابینې د نویو غړو د ګومارنې لړۍ به همدا ډول روانه وي.
هغه زیاته کړې، چې د کابینې له بشپړېدو وروسته به ټول وزیران په یو ځای ولسي جرګې ته د باور رايې اخیستلو لپاره ور وپېژندل شي.
عبدالهادي ارغندیوال چې د حزب اسلامي د یوې ډلې مشر دی، تر دې مخکې د ملي یووالي حکومت کې یې د اقتصاد د وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د نوموړي د حزب اسلامي ډله د ملي یووالي حکومت کې له عبدالله ډلې سره وه، خو تېرو ټاکنو کې د دولت ساز ټیم سره یو ځای شوه.
د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت جوړېدو درې اوونۍ وروسته په لوړه کچه ګومارنې پیل شوې دي، پخوانی وزیر شاکر کارګر تېره شپه د ولسمشر د دفتر د عمومي رییس په توګه وټاکل شو.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت هم نن په یو شمېر سفارتونو کې د نویو ګومارنو اعلان کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن