ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مایار: په هېڅ ډول مو د کرونا ویروس د مثبتو پېښو حقیقي شمېر نه دی پټ کړی.

مایار: په هېڅ ډول مو د کرونا ویروس د مثبتو پېښو حقیقي شمېر نه دی پټ کړی.

author avatar
31 Mar 2020 - 20:13
مایار: په هېڅ ډول مو د کرونا ویروس د مثبتو پېښو حقیقي شمېر نه دی پټ کړی.
author avatar
31 Mar 2020 - 20:13

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي چې هېڅکله یېا د کرونا ویروس مثبتې پېښې نه دي پټې کړې او د هرې واقعې تر تشخیص وروسته یې شمېر له رسنیو سره شریک کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په کابل کې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې د کرونا ویروس په اړه جوړ شوي کنفرانس ته وویل، تر پرونه په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ ۱۷۴ مثبت پېښې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه، په تازه ناروغانو کې ۲۵ مثبتې واقعې په هرات، دوه مثبتې واقعې په کندهار، یوه په دایکنډي او یوه په نیمروز ولایت کې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه، د ۲۹ تازه واقعو په ثبتېدو په ټول هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۴ ته رسېدلی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند ټینګار وکړ چې دغه وزارت هېڅکله د کرونا ویروس د مثبتو واقعو شمېر نه دی پټ کړی او تر تشخیص وروسته یې له رسنیو سره معلومات شریک کړي دي. مایار په هرات کې د محافظتي کېټونو، د تهویې د مصنوعي ماشینونو، ماسکونو او نورو روغتیايي وسایلو د کمښت په اړه د ډاکترانو د شکایت په اړه وویل، د کووید ۱۹ ویروس د ناروغانو لپاره د تهویې د مصنوعي دستګاوو کمښت یوه نړیواله ستونزه ده، خو د دغه دستګاوو اړتیا له هرو ۱۰۰ ناروغانو یوازې پنځو کسانو ته احساس کېږي چې په هرات ولایت کې اوس د مصنوعي تهویې ۱۳ دستګاوې شته دي.

هغه وویل، ټاکل شوې په روانه اوونۍ کې د مصنوعي تهویې دوه نورې دستګاوې هرات ولایت ته ولېږل شي. مایار ډاکترانو ته د مکملو محافظوي کېټونو په اړه وویل، د روغتیا نړیوال سازمان د لارښوونو مطابق دغه کېتونه د کووید ۱۹ ناروغانو د مراقیبت لپاره په ځانګړو پېښو کې د ډاکترانو لپاره ضروري دي خو د نورو ډاکترانو لپاره په نورو برخو کې نه توصیه کېږي. د عامې روغتیا وزارت ویاند د ماسکونو او نورو روغتیايي وسایلو د کمښت ستونزې ته په اشاره وویل، دغه اړتیا وې د هرات په بازارونو کې د لاس رسي وړ دي او د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست کولای شي له ځانګړې شوې بودیجې په استفاده یې وپېري. نوموړي زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هرات ولایت ته له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړې بودیجه ورکړې ده او د هرات د عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت د مالیې وزارت سره په همغږۍ کولای شي یاده بودیجه مصرف کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.