کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۹) : ولسمشر محمداشرف غني نن مازدیګر په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو له مسوولینو سره وکتل.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو مسوولینو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خپلو برنامو او اقداماتو راپور غونډې ته وړاندې کړ.
ولسمشر غني د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته وویل، افغان حکومت د کرونا ویروس پرضد مبارزې د برنامو جوړولو په راس کې قرار لري.
هغه په ټینګار سره وویل، په افغانستان کې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو فعالیتونه باید د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سره په بشپړه همغږۍ ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن