ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې د کابل برېښنا يوه پايه چپه شوې

پلخمري کې د کابل برېښنا يوه پايه چپه شوې

author avatar
31 Mar 2020 - 15:59
پلخمري کې د کابل برېښنا يوه پايه چپه شوې
author avatar
31 Mar 2020 - 15:59

پلخمري (پژواک، ۱۲ وری ۹۹): د بغلان د مرکز پلخمري په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د تېز باد او باران له امله له ازبکستانه کابل ته د وارداتي برېښنا یوه پايه چپه شوې ده.

د بغلان د برېښنا شرکت رئیس انجنیر عبدالاول د وري په ۱۲ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د پلخمري اړوند ډنډ شهاب الدین سیمه کې له ازبکستان هېواده کابل ته د تللې وارداتي برېښنا یوه پايه چپه شوې ده، خو د برېښنا لېږد یې نه دی بند.

ده زياته کړه، چپه شوې برېښنا پايه چا ویشتلې نه ده، تېر کال په جګړو کې تخریب شوې وه، نن د تېز باد او باران له امله یو خوا پرېوتې، هڅه کوي پر کابل د برېښنا له بندښت پرته یې بېرته ودروي.

د هغه په وينا، سیمه د وسله والو طالبانو لاس لاندې ده، کاري ټیم یې د بېرته رغولو لپاره چمتو دی، خو د امنیتي ګواښ له منځه وړلو وروسته به یې سیمې ته واستوي.

د ډنډ شهاب الدین سیمې یو اوسېدونکی سید رحیم وايي، شېبه وړاندې یې په کلي کې د برېښنا ستره پايه نسکوره شوه.

د ده په خبره، هومره باد او باران نه دی شوی چې دغه ستره پايه ړنګه کړي، د چاودنې غږ هم نه دی اورېدل شوی چې سړی ووايي الوځول شوې به وي، ښايي چې سمه رغول شوې نه وه یا هم له دې وړاندې تخریب شوې چې لږ باد یې بهانه شو.

له دې وړاندې په یاده سیمه کې درې ځله د همدې وارداتي برېښنا پايو مزي غوڅ کړل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.