کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ولسمشر له منظورۍ وروسته په سفارتونو کې نوي کسان پر دندو ګومارل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د وري په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ذکیه وردګ د هندوستان په ممبۍ ښار کې د جنرال کونسلې، جاوید احمد په متحده عربي اماراتو کې د وزیر مختار او سید لطف الله سادات د جرمني په بن ښار کې د جنرال کونسل په توګه مقرر شوي دي.
د یادونې ده چې د نوي حکومت جوړېدو درې اوونۍ وروسته ځینې مقررۍ پیل شوې دي، شاکر کارګر تېره شپه د ولسمشر ددفتر د رییس په توګه ټاکل شوی دی.
بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوې چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر به د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل کیږي، دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو رییس متین بیګ او د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ناهید ایثار به د سفیرانو په توګه وټاکل شي، خو تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن