جلال اباد (پژواک، ۱۲ وری ۹۹):د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د شل ميليونه افغانيو په مالي لګښت يو کلينيک تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
چارواکي وايي، دغه کلینيک د يوه کال په موده کې رغول شوی او د سيمې زرګونو خلکو ته به يې ګټه ورسېږي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي پژواک ته وویل، دغه ودانۍ پرون د ننګرهار والي او ځينو نورو مسوولينو له خوا پرانېستل شوه.
هغه زیاته کړه، دغه کلينيک د عامې روغتيا وزارت له لوري د شل ميليونه افغانيو په مالي لګښت د يوکال په موده کې جوړ شو، چې ور سره به د دې سيمې خلکو روغتيايي ستونزې تر ډېره حل شي.
نوموړي وويل چې دې کلينيک ته د دوه نيم ميليونه افغانيوپه لګښت طبي تجهيزات او د يو ميليون او دوه سوه زره افغانيو په لګښت د شپږ کيلو واټو په ظرفيت لمريزه برېښنا جوړه شوې او اتلس خونې،احاطې ديوال،تشنابونه او نور اړين ملحقات په کې جوړ شوي دي .
د عامې روغتیا رییس ډاکټر نصیر احمد دراني وویل، د یاد کلینيک په جوړېدو سره د مومندرې د خلکو ترڅنګ به د جلال اباد ـ تورخم پر لویې لارې د بېلابېلو پېښو ټپيانو درملنې ته په ښه توګه رسېدنه وشي.
هغه زياته کړه ټاکل شوې چې ډېر ژر د دوربابا ولسوالۍ په ګوړکو سیمه کې هم جوړ شوی روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن