ګردېز (پژواک، ١٢ وری ۹۹): د پکتيا ولايت د ښار جوړولو رياست وايي چې ګردېز ښار لا هم ماسټر پلان نه لري او دوی تر دې دمه د شاوخوا څلورو لسيزو پخواني پلان پر اساس کار کوي.
دوی د ګردېز ښار د ماسټر پلان د شتون او عملي کولو په اړه د ځينو چارواکو څرګندونې بې بنسټه بولي او وايي د ياد مهم ښار لپاره د ماسټر پلان نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ياد رياست مشر محمدرحيم افغان له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په پخواني پلان کې يواځې ځينو کوچنيو سړکونو ته پام شوی او اوسمهال يوازې د دوه ښاري سړکونو په جوړېدو هغه پلان کابو سل سلنه بشپړيږي او دوی د نور کار لپاره نقشه نه لري.
افغان وايي: ((د ښاري منظم ماسټر پلان د ترتيب په برخه کې مو پيشنهادونه کړي، په دې برخه کې د وزارت مقام له خوا په ځينو برخو کې کار شوی، خو تکميل شوی نه دی او کافي نه دی. پکتيا ولايت د ښاري وضعيت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. له وزارت مقام او رياست جمهوري څخه په دې برخه کې خاص توجه غواړو.))
محمد رحيم افغان وايي چې د ځمکو او ښار جوړولو ادارو د ادغام او تشکيل مسئله لا هم نه ده حل شوې او تر هغه وخته نوې ګومارنې هم ځنډول شوې دي.
ده وويل چې په ګردېز ښار کې د ځمکو پر سر د حقوقي دعوې يوه بله لويه ستونزه ده.
ده وويل: ((د ۱۳۹۹ کال کې د وزارت د همکاري پر اساس د لويې او تجارتي څمکني ولسوالي، ځاځي اريوب، ډنډپټان او سيدکرم ولسواليو پلانونه زموږ په کاري پلان کې شامل دي، چې خوشبختانه د دوه ولسواليو ټوپوګرافي سروې تر دې مهاله تکميل شوې ده.))
د پکتيا د کور او ښار جوړولو رئيس پژواک ته وويل چې د تشکيل او تخنيکي وسايلو له جدي کموالي سره مخ دي او له اړوند وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي چې د ګردېز ښاري ماسټر پلان په جوړولو ته جدي پام وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((له وزارت څخه د نقليه وسايطو، تخنيکي وسايلو او تشکيل د تکمېلېدو په برخه کې خاص او جدي غوښتنه لرو، چې د دې ادارې ستونزه حل شي او خدمت وکولی شو.))
د پکتيا ولايتي شورا پر ښار جوړولو وزارت نيوکه کوي چې له ژمنو سربېره يې د څو کلونو په تېرېدو لا د ګردېز ښاري ماسټر پلان نه دی بشپړ کړی.
د يادې شورا غړي ممتاز کرخېل پژواک ته وويل چې تر اوسه له پکتيا سره د ولسمشر او وزيرانو يوه لويه ژمنه هم نه ده پلې شوې، چې په خبره يې د دې ولايت اوسېدونکي يې له مرکزي ادارې څخه خورا خواشيني کړي دي.
کرخېل وايي: ((اوس بايد د ماسټر پلان د تطبيق کارونه په چټکۍ روان وای، مهم کارونه يې پيل شوي وای، خو په داسې حال کې چې ټولو چارواکو په هره غوڼده کې ويلي چې د ګردېز ماسټر پلان به تطبيق شي، نن خبريږو چې اصلا ماسټر پلان شته نه، دا ډېره د شرم او خواشینۍخبره ده.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن