چاريکار(پژواک،١٢ وری ۹۹):د کابل ـ پروان لویه لار چې نهه ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي له ناروغانو او دولتي نظامیانو پرته د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
د کابل د قره باغ ولسوالۍ مسوولینو پژواک ته وویل، د لوړپوړو دولتي چارواکو په لارښوونه یې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له ناروغانو او دولتي نظامیانو پرته د ۹ ولایتونو لویه لار د ټولو موټرو پر مخ وتړله.
د کابل د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي ددې مطلب په روښانولو پژواک ته وویل، یاده لویه لار یې تېر ماښام شپږ بجې تړلې ده.
صدیقي زیاته کړه، امنیتي سرتېرو د کابل د قرباغ ولسوالۍ په ماشین اب سیمه کې د پروان ـ کابل لویه لار تړلې او هېڅ موټر ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
دده په خبره، د کابل ـ پروان د لویې لارې تړل کېدل به د کرونا ویروس د خطر د له منځه تلو تر وخته دوام ولري.
په ورته وخت کې د پروان د ترافیکو مدیر محمد فهیم د کابل ــ پروان د لویې لارې تړل کېدل تایید او وايي چې د خیرخانې کوتل له سره تر پروان ولایته یې د تګ راتګ د مخنیوي په موخه څو چک پاینټونه جوړ کړي دي.
دده په خبره، د یادې لویې لارې د تړل کېدو مخه د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.
هغه زیاته کړه، له هغو موټر چلوونکو سره چې ترافیکي قانون نه مراعاتوي او خلک له ستونزو سره مخ کوي قانوني چلند کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن