د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر وټاکل شو

عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر وټاکل شو

Mar 31, 2020 - 15:00

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۹) : ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د حزب اسلامي د یوې ډلې مشر عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼې د ستراتېژیکو اړیکو رییس او د ولسمشر سلاکار  وحید عمر د وري په ۱۲مه، په ټویټر کې لیکلي، چې د کابینې د نویو غړو د ګومارنې لړۍ به همدا ډول روانه وي.

هغه زیاته کړې، چې د کابینې له بشپړېدو وروسته به ټول وزیران په یو ځای ولسي جرګې ته د باور رايې اخیستلو لپاره ور وپېژندل شي.

 عبدالهادي ارغندیوال چې د حزب اسلامي د یوې ډلې مشر دی، تر دې مخکې د ملي یووالي حکومت کې یې د اقتصاد د  وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د نوموړي د حزب اسلامي ډله د ملي یووالي حکومت کې له عبدالله ډلې سره وه، خو تېرو ټاکنو کې د دولت ساز ټیم سره یو ځای شوه.

د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت جوړېدو درې اوونۍ وروسته په لوړه کچه ګومارنې پیل شوې دي، پخوانی وزیر شاکر کارګر تېره شپه د ولسمشر د دفتر د عمومي رییس په توګه وټاکل شو.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت هم نن په یو شمېر سفارتونو کې د نویو ګومارنو اعلان کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking