د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر:د ملګرو ملتونو دفترونه باید کرونا سره مبارزې کې افغان حکومت سره همغږي وي

ولسمشر:د ملګرو ملتونو دفترونه باید کرونا سره مبارزې کې افغان حکومت سره همغږي وي

Mar 31, 2020 - 20:46

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۹) : ولسمشر محمداشرف غني نن مازدیګر په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو له مسوولینو سره وکتل.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو مسوولینو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د خپلو برنامو او اقداماتو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

ولسمشر  غني د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته وویل، افغان حکومت د کرونا ویروس پرضد مبارزې د برنامو جوړولو په راس کې قرار لري.

هغه په ټینګار سره وویل، په افغانستان کې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو فعالیتونه باید د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سره په بشپړه همغږۍ ترسره شي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan