د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې له کرونا روغ شوی ډاکټر: د کرونا ناروغانو خدمت ته دوام ورکوم

کندهار کې له کرونا روغ شوی ډاکټر: د کرونا ناروغانو خدمت ته دوام ورکوم

Mar 31, 2020 - 15:06

کندهار (پژواک، ۱۲ وری ۹۹): په کندهار کې د کرونا لومړی ناروغ تر رغېدو وروسته نن له روغتون څخه رخصت شو.

داوود درمان چې په خپله ډاکټر هم دی، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د کرونا په وایرس اخته شو چې وروسته په روغتون کې قرنتین شو.

نوموړي نن د وري په ۱۲مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې په دې اوونۍ کې یې دویم ځل سمپل کابل ته لېږل شوى و او له ښه مرغه چې پایله یې منفي ده او اوس بشپړ روغ شوی دی.

خو دی وايي، د قرنتین پر مهال یې سختې ورځې تېرې کړي او هوډ یې کړی چې له روغتون څخه له رخصتېدو وروسته به د کرونا ناروغانو خدمت کوي.

نوموړی چې د کندهار پوهنتون په طب پوهنځي کې د ماسټرۍ زده کړې کوي او په یوه روغتیايي انجیو کې دنده هم لري وايي، شاوخوا یوه میاشت مخکې د پاکستان کویټې ښار ته د درملنې لپاره تللی و او دلته یې هم له ناروغانو او نورو خلکو سره راشه درشه وه، نو نه شي ویلای چې دغه ناروغي څنګه ور لېږدېدلې ده.

د ده په خبره، د کال په اوږدو کې یو یا دوه ځله د زکام موسمي ناروغي لري چې دوه اوونۍ مخکې هم دغه تکلیف ورته پيدا شو او فکر یې وکړ چې عادي زکام به وي، خو له معایناتو وروسته معلومه شوه چې په کرونا وایرس اخته شوی دى.

پر همدې بنسټ نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې که په ځان کې عادي اعراض او علایم هم وویني، نو ښه دا ده چې خپل ځان خپله قرنتین کړي او معاینات هم وکړي. 

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې کرونا ویروس جدي وګڼي او د وقایوي لارښوونو په عملي کولو سره ځان او ټولنه له دغې ناروغۍ وژغوري.

دی وايي، ښايي دغه ناروغي د لوړ عمر په کسانو کې سخته وي، خو مهمه دا ده چې هره ورځ ویټامین سي لرونکي خواړه وخوړل شي او د وجود دفاعي سیسټم قوي کړای شي.

هغه سپارښتنه کوي چې له دې ناروغۍ د ځان ساتلو په موخه ډېره اړینه ده چې لاسونه ژر ژر په صابون ومینځل شي، د روغبړ پر مهال له لاس او غېږې ورکولو ډډه وشي، د ګڼې ګوڼې ځایونو ته تګ بند شي، د ټوخي او پرنجي پر مهال ماسک وکارول شي او له وګړو سره د مخامخ کېدو پر مهال یونیم متر واټن وساتل شي.

دغه راز، دی یادونه کوي چې د دۍ ناروغۍ پر مهال باید د شرم احساس ونه شي او د ده په څېر په خپله د ناروغۍ تشخیص او قرنتین کېدو ته حاضر شي.

نوموړی د کندهار د عامې روغتیا ریاست له مسوولینو او د ۳۵۰ بستریز روغتون له ډاکټرانو مننه کوي چې د قرنتین په موده کې یې د ده په درملنه کې زیار ایستلی او تر جوړېدو وروسته بېرته خپل عادي ژوند ته ګرځېدلی دی.

دی وايي، د قرنتین په موده کې یې سختې ورځې تېرې کړې، د بدن دردونو او د ساه اخیستو تکلیف سخت وکړاوه، خو په ډېره اندازه ګرم مایعات یې څښل، عبادت او مطالعه یې کوله او خپل روحیات یې قوي ساتل.

نوموړی وايي، له دې هر څه تېرولو وروسته ډېر خوشحاله دی چې صحت یې ښه شوی دی او له همدې امله یې هوډ کړی چې د یوه ډاکټر په توګه به د کرونا ناروغانو خدمت ته ور دانګي.

په کندهار کې د کرونا وایرس د لومړني ناروغ تر غېدو وروسته دوه تنه نور هم په دغې ناروغۍ اخته شوي چې یو یې بیا هم یو ډاکټر او بل تن د یوه روغتون ګارډ دی.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد طاووس اشرف نادري وايي، تر دې مهاله یې له دې ولایت څخه د ۱۴۰ کسانو بېلګې د ټیسټ لپاره مرکز ته لېږلي چې د ۱۰۶ کسانو بېلګې یې معلومې شوې او له دې ډلې د ۳ تنو پایلې مثبتې وې چې له ښه مرغه یو یې نن تر رغېدو وروسته رخصت شو.

خو دی وايي، په کندهار کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه یو لړ ګامونه اخیستل شوي چې په پایله کې یې کندهار ښار په قسمي توګه تړل شوی دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په کندهار ښار په بېلابېلو دروازو کې یې روغتیايي ټیمونه ګومارلي څو ټول هغه مسافر سکرین شي چې کندهار ښار ته داخلېږي او هغوی چې مشکوک وي د امبولانسونو په وسیله روغتون ته استول کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking