ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې له کرونا روغ شوی ډاکټر: د کرونا ناروغانو خدمت ته دوام ورکوم

کندهار کې له کرونا روغ شوی ډاکټر: د کرونا ناروغانو خدمت ته دوام ورکوم

author avatar
31 Mar 2020 - 15:06
کندهار کې له کرونا روغ شوی ډاکټر: د کرونا ناروغانو خدمت ته دوام ورکوم
author avatar
31 Mar 2020 - 15:06

کندهار (پژواک، ۱۲ وری ۹۹): په کندهار کې د کرونا لومړی ناروغ تر رغېدو وروسته نن له روغتون څخه رخصت شو.

داوود درمان چې په خپله ډاکټر هم دی، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د کرونا په وایرس اخته شو چې وروسته په روغتون کې قرنتین شو.

نوموړي نن د وري په ۱۲مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې په دې اوونۍ کې یې دویم ځل سمپل کابل ته لېږل شوى و او له ښه مرغه چې پایله یې منفي ده او اوس بشپړ روغ شوی دی.

خو دی وايي، د قرنتین پر مهال یې سختې ورځې تېرې کړي او هوډ یې کړی چې له روغتون څخه له رخصتېدو وروسته به د کرونا ناروغانو خدمت کوي.

نوموړی چې د کندهار پوهنتون په طب پوهنځي کې د ماسټرۍ زده کړې کوي او په یوه روغتیايي انجیو کې دنده هم لري وايي، شاوخوا یوه میاشت مخکې د پاکستان کویټې ښار ته د درملنې لپاره تللی و او دلته یې هم له ناروغانو او نورو خلکو سره راشه درشه وه، نو نه شي ویلای چې دغه ناروغي څنګه ور لېږدېدلې ده.

د ده په خبره، د کال په اوږدو کې یو یا دوه ځله د زکام موسمي ناروغي لري چې دوه اوونۍ مخکې هم دغه تکلیف ورته پيدا شو او فکر یې وکړ چې عادي زکام به وي، خو له معایناتو وروسته معلومه شوه چې په کرونا وایرس اخته شوی دى.

پر همدې بنسټ نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې که په ځان کې عادي اعراض او علایم هم وویني، نو ښه دا ده چې خپل ځان خپله قرنتین کړي او معاینات هم وکړي. 

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې کرونا ویروس جدي وګڼي او د وقایوي لارښوونو په عملي کولو سره ځان او ټولنه له دغې ناروغۍ وژغوري.

دی وايي، ښايي دغه ناروغي د لوړ عمر په کسانو کې سخته وي، خو مهمه دا ده چې هره ورځ ویټامین سي لرونکي خواړه وخوړل شي او د وجود دفاعي سیسټم قوي کړای شي.

هغه سپارښتنه کوي چې له دې ناروغۍ د ځان ساتلو په موخه ډېره اړینه ده چې لاسونه ژر ژر په صابون ومینځل شي، د روغبړ پر مهال له لاس او غېږې ورکولو ډډه وشي، د ګڼې ګوڼې ځایونو ته تګ بند شي، د ټوخي او پرنجي پر مهال ماسک وکارول شي او له وګړو سره د مخامخ کېدو پر مهال یونیم متر واټن وساتل شي.

دغه راز، دی یادونه کوي چې د دۍ ناروغۍ پر مهال باید د شرم احساس ونه شي او د ده په څېر په خپله د ناروغۍ تشخیص او قرنتین کېدو ته حاضر شي.

نوموړی د کندهار د عامې روغتیا ریاست له مسوولینو او د ۳۵۰ بستریز روغتون له ډاکټرانو مننه کوي چې د قرنتین په موده کې یې د ده په درملنه کې زیار ایستلی او تر جوړېدو وروسته بېرته خپل عادي ژوند ته ګرځېدلی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.