ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدزی: پاکستان کې به میشتو افغان کډوالو سره د کرونا مخنیوي لپاره مرسته وشي

احمدزی: پاکستان کې به میشتو افغان کډوالو سره د کرونا مخنیوي لپاره مرسته وشي

author avatar
1 Apr 2020 - 21:03
احمدزی: پاکستان کې به میشتو افغان کډوالو سره د کرونا مخنیوي لپاره مرسته وشي
author avatar
1 Apr 2020 - 21:03

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۹۹) :  په پښتونخوا کې افغان کونسلجنرال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ سره په افغان کډوالو کې د کرونا د مخنیوي پر اقداماتو خبرې کړې دي.

په  خیبر پښتونخوا کې د افغانستان کونسلجنرال نجیب الله احمدزي د وري په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ایالات کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ له استازي برنارډ انکوم سر ه ولیدل او د افغان کډوالو پر ستونزو او د کرونا وبا له امله پر رامنځته شویو حالاتو او مرستو خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه چې له نوموړي يې وغوښتل چې په سختو حالاتو کې چې اکثره خلک قرنطین او پر کارونو بندیز لګول شوی، له افغان کډوالو سره د مرستو برنامې جوړې کړي او په افغان کډوالو کې هم ددې ویروس د مخنیوي لپاره اقدامات وشي.

د نوموړي په وینا، د کډوالو د عالي کمشنري ورته ډاډ ورکړ چې له افغان کونسلګرۍ سره به پر هماهنګۍ د افغان کډوالو ستونزو ته رسیدګي وکړي ، د کرونا مخنیوي او وقایه کې هم همکاري کوي.

بلخوا د پاکستان حکومت هم اعلان کړی چې په دغه هیواد کې  دننه بې کوره شوو کورنیو اوافغان کډوالو ته به هم د کرونا ویروسو څخه د ځپل کیدو له امله مرستې ورکوي.

دپاکستان دسرحدونو د چارو ددولت وزیر شهریار اپریدي  نن خبریالانو ته ویلي چې لومړي وزیرعمران خان  د کرونا د مخنیوي او مرستو لپاره ۲۰۰ ملیارده کلدارو بودیجه ځانګړې کړې چې یوه اندازه یې پر افغان کډوالو هم لګول کیږي.

شهریار اپریدي ویلي په خیبر پښتونخوا،سندهـ اؤ بلوچستان ایالت کې به هغه دافغان کډوالو کیمپونو ته پخپله ورځي او حکومت هغوی سره هم د مرستې دپاره ګامونه اخلي.

دملګرو ملتونو دکډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار د شمیرو له مخې په پاکستان کې دا مهال په راجسټرډ توګه ۱۴لکه افغان کډوال میشت دي خو ددې ترڅنګ داسې سلګونه زره نور  افغان کډوال هم هلته مزشت دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.