ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا مخنیوي لپاره له محدودیت لګولو وروسته د چرګانو د هګیو بیې ۵۵ سلنه لوړې شوي

د کرونا مخنیوي لپاره له محدودیت لګولو وروسته د چرګانو د هګیو بیې ۵۵ سلنه لوړې شوي

author avatar
1 Apr 2020 - 13:00
د کرونا مخنیوي لپاره له محدودیت لګولو وروسته د چرګانو د هګیو بیې ۵۵ سلنه لوړې شوي
author avatar
1 Apr 2020 - 13:00

کابل(پژواک، ۱۳ وری ۹۹): د حیواني محصولاتو اتحادیه وايي، د کرونا ویروس مخنیوي لپاره په ځینو ولایتونو کې پر ګرځېدو راګرځېدو له محدودیت لګولو وروسته د چرګانو د هګیو بیې نیږدې ۵۵ سلنه لوړې شوي او په فارمونو کې هګۍ شته خو بازار ته نه عرضه کېږي.

نن د حیواني محصولاتو سرتاسري اتحادیې مرستیال سیداحمد کوهدامني پژواک خبري اژانس ته وویل، له نږدې دوو اونیو را پدیخوا په هغو ولایتونو کې چې په کې پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیت لګول شوی د چرګانو د هګیو بیې له ۶۵۰ څخه ۱۳۵۰ ته لوړې شوې دي.

دی وايي:"د قرنطین کېدو او د محدودیتونو لګېدو په شرایطو کې د غذایي موادو بیې لوړې شوي، پخوا ۱۸۰ دانې هګۍ په ۶۵۰ افغانۍ پلورل کېدې خو اوس په ۱۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي."

هغه زیاته کړه، د زراعت وزارت د هګیو تولید په برخه کې ژمنه کړې چې ۸۰ سلنه کورنۍ تولیدات لري، په داسې حال کې چې اوس په ځینو فارمونو کې له یوې اوونۍ راهیسې هګۍ ګدام کېږي او بازار ته نه پرېښودل کېږي.

د هغه په وینا: "که چیرته دغه ادعا ريښتیا وی نو د ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سره د پولو تړلو له امله به د خوارکي توکو له کمښت سره نه مخامخ کېدو."

کابل کې د افغان معیار د هګیو فارم مسوول انصارالله بختاني پژواک ته وویل، د کرونا ویروس له خپرېدو سره د هګیو ټول واردات ځنډيدلي خو دوی او نور وطني فارمونه کافي تولیدات ورکوي.

دی وايي، له یوې اوونۍ راهیسې په هغو ولایتونو کې چې په کې پر ګرځېدو را ګرځېدو محدودیت لګول شوی دوی هلته تولیدات نه شي ور وړلی، له همدې امله ټول تولیدات ګدام کوي.

هغه د هګیو بیو په اړه زیاته کړه، فارمونه دوکاندارانو ته د پخوا په څير ۱۸۰ دانې هګۍ په شاوخوا ۷۰۰ افغانیو ورکوي خو که دوکاندار یې له دې په لوړه بیه پلوري، خامخا هغوی ته قیمته لویږي ځکه لارې تړلي دي او پرې کرایه هم لوړه راځي.

د چرګانو د سوداګرو ملي اتحادیې رئیس معروف ظفر د چرګانو د هګیو بیې لوړېدل مني او وايي، پخوا ۱۸۰ دانې هګۍ په ۷۵۰ افغانیو ورکول کېدې او اوس په ۹۵۰ افغانیو پلورل کېږي چې دومره توپیر یې نه دی کړی.

ده وویل، په کارتن کې ۲۰۰ افغانیو توپیر د ټرانسپورټي ستونزو له امله رامنځته شوی دی.

د هغه په وینا: "د هګیو په برخه کې د هرات، کابل، ننګرهار او نورو ولایتونو په ګډون کورنۍ تولیدات ډېر دي او ژر به له زراعت وزارت سره په همغږي بازار ته د ګدام شویو هګیو محولې وړاندې کړي."

کرونا ویروس له چین څخه خپور شوی، نیږدې ۲۰۱ هېوادونو ته رسیدلی او افغانستان کې یې نیږدې ۱۹۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.