کابل (پژواک، ۱۳ وری ۹۹) : د سعودي عربستان حکومت له نورو هیوادونو غوښتي دي چې د کرونایي حالاتو له امله دې د راتلونکي حج لپاره پلانونه نه جوړوي.
د سعودي د حج او عمرې وزیر ډاکتر محمد صالح بن طاهر ددغه هیواد دولتي تلویزیون الاخباریه په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې خپره شوې او د خپریدو له امله دې مسلمانان د حج لپاره له چمتووالي ډډه وکړي.
هغه زیاته کړې چې هیواد یې د حج او عمره کوونکو د خدمت لپاره په بشپړ ډول اماده دی او ممکن حالاتو ښه کیدو سره د عمرې اجازه هم ورکړي.
خو ددې ترڅنګ ډاکتر صالح دا هم ویلي چې د کرونا ویروس په چټکۍ سره دخوریدو له امله د سعودي حکومت دخپلو وګړو او د نړۍ دمسلمانانو روغتیا ته فکرمند دی.
د نوموړي په وینا، د نړۍ مسلمانان دې د وضعیت روښانه کیدو ته دې انتظار باسي او له اوس څخه له شرکتونو سره د حج له تړونونو ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله سعودي پر عمرې او زایرینو پر ورتګ هم بندیز لګولی او د څه وخت لپاره یې د حرمینو جوماتونه هم بند کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې په سعودي کې تر ۱۶۰۰ زیات د کرونا مثبتې پیښې ثبت او لس کسان مړه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې هر کال له ټولې نړۍ څخه د ۳۰ زرو افغانانو په ګډون شاوخوا دوه نیم میلیونه مسلمانان د حج فریضئ ادا کولو په موخه سعودي ته ځي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن