ترینکوټ( پژواک ۱۳ وری ۹۹):، وسله والو د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند د سولې پارک د امنیتې پوستې دوه پاڅونوال وژلي او اوه یې له ځان سره وړي دې.
یوې امنیتې سرچنیې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د وري په ۱۳مه، پژواک اژانس ته وویل، د سولې پارک امنیتې پوسته د اروزګان ولایت د ملي امنیت ریاست اړوند د پاڅونوالو وه، چې تیره شپه پرې برید شوی دي.
سرچینه وایې، برید داخلي و او کیدای شي دغه پوسته کې نفوذي کسانو کړی وي.
د سرچینې په خبره، په داخلي برید کې دیادې امنیتې پوستې دوه ساتوونکي وژل شوي او اوه یې نادرک دي.
د سرچینې په وینا، تراوسه معلومه نه ده چې دغه برید طالبانو کړی او که بلې ډلې، خو له تکتیکې برید څخه داسي ښکارې چې دا کار به د طالبانو کړی وي، ځکه هغوی اوس د جګړې طریقه بدله کړې ده.
د ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخی وایې، له سیمې څخه ورته دوه امنیتې کسان ور وړل شوي، چې وژل شوي ووه.
طالبانو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي .
یوه اونۍ مخکې هم وسله والو د ترینکوټ اړوند په یوه داخلی برید کې ګڼ شمېر پاڅونوال ووژل او نور یې له ځان سره یوړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن