ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه نور کسان هم د کرونا له ناروغۍ څخه ښه شوي

پنځه نور کسان هم د کرونا له ناروغۍ څخه ښه شوي

author avatar
1 Apr 2020 - 15:09
پنځه نور کسان هم د کرونا له ناروغۍ څخه ښه شوي
author avatar
1 Apr 2020 - 15:09

کابل(پژواک، ۱۳ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هېواد کې پنځه نور کسان هم د کرونا له ناروغۍ څخه ښه شوي او بېرته خپل عادي ژوند ته ګرځيدلي دي.

 دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د وري په ۱۳ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

ده وویل چې تر اوسه د کرونا ويروس ۲۰۸۰ شمکنې پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوي خو د کرونا ويروس له پلوه د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان کې وضعيت ښه دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پنځه نوي کسان د کرونا له ناورغۍ څخه بېرته روغ شوي او خپل عادي ژوند ته ګرځيدلي دي.

ده وويل چې له يادو پنځو کسانو څخه درې يې په هرات، يو په کندهار او يو يې هم په نيمروز ولايت دى.

د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې په ټول هېواد له کرونا ناروغۍ څخه د بېرته جوړ شويو کسانو شمېر لسو تنو ته رسيږي.

دغه راز مايار دا هم وويل چې د متحده عربي اماراتو لخوا مرسته شوي ٢٥ زره د کرونا ناروغۍ د شکمنو کسانو د ټسټ کېټونه کابل ته رسيدلي دي.

هغه زياته کړه: ((اوس خو هېواد کې وضعيت ښه دى، که چيرې حالات خراب شي نو بيا دغه کېټونه بسنه نه کوي.))

نوموړي دا هم وويل چې تر اوسه په کابل کې د کرونا شاوخوا ١٥ سوه شکمنې پېښې ثبت شوي نو اړينه ده چې خلک په کورونو کې پاتې شي او ځانونه له ګڼې ګوڼې وساتي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۱۲ یې په هرات، شپږ يې په کابل او يوه-یوه يې په پکتیکا، فراه، غزني او بغلان ولایتونو کې دي.

په ټول هېواد کې تر اوس مهاله د ناټو د سرتېرو په ګډون د کرونا ناروغۍ ۱۹۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر ټولو ډېرې پېښې يې په هرات او تر هغه وروسته په کابل کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.