کابل (پژواک، ۱۳وری۹۹) د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس ۴۱ تازه پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو د ۱۳۷ مشکوکو پېښو سمپل په هرات کې ټسټ شوې.
دی وایي چې له دې ډلې ۴۱ پېښې تازه ثبت شوې چې ۱۷ ښځې او۲۴ نارینه پرې اخته شوي.
مایار زیاتوي چې په هرات کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۸۴ کسانو ته ورسېد.
دغه راز په په تېرو ۲۳ ساعتونو کې په کابل کې هم دوه مثبت پېښې ثبت شوې دي. تراوسه په هېواد کې د ناټو د څلورو سرتېرو پرته ۲۳۹ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن