ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د شاوخوا ۱۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي

پکتيا کې د شاوخوا ۱۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي

author avatar
1 Apr 2020 - 16:08
پکتيا کې د شاوخوا ۱۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي
author avatar
1 Apr 2020 - 16:08

ګرديز (پژواک، ١٣ ورى ٩٩): د سوېل ختيځ زون په مرکز پکتيا کې د ۱۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت بېلا بېلې پروژې پلې کيږي، چې د ځينو يې چارې پيل او د ځينو يې له سيمه ييزو شوراګانو سره قراردادونه لاسليک شول.

په دې پروژو کې دوه ښوونځي، ۴.۵ کيلو متره کانکريټي سړک، استنادي دېوال او د اوبو رسولو پروژې شاملې دي، چې د ښار جوړولو او کليو د پرختيا او بيا رغونې رياستونو لخوا جوړيږي.

د پکتيا د ښار جوړولو رئيس محمدرحيم افغان د ښوونځيو د کار د پيل پر مهال پژواک ته وويل، چې يو ښوونځی به د وزې ځدراڼ په بيري تنګي او دويم هغه د دې ولسوالي په شکول غر نومي سيمه کې جوړ شي.

افغان وايي:((يو د تنګ بيري ښوونځی دی چې په کابو ۱۹ ميليونه افغانۍ او بل د شکول غر کلي ښوونځی چې په شاوخوا ۱۴.۵ ميليونه افغانيو به جوړ شي. د لومړي مکتب کار به په ۱۴ او د دويم به په ۹ مياشتو کې بشپړ شي.))

د سيمې اوسېدونکي د دې پروژو په پيل خوښ دي او وايي په تېرو شاوخوا دوه لسيزو کې ځدراڼ ولسوالۍ په هره برخه کې له پامه غورځول شوې او له دې امله په ټولو برخو کې ګڼې اړتياوې لري.

د يادې سيمې اوسيدونکي خان محمد پژواک ته وويل: ((په تېرو اتلس، شل کلونو کې ځدراڼ ولسواليو ته هېڅ خدمت ندی شوی، موږ له ګڼو ستونزو سره مخ يو. موږ د معارف، صحت، مخابراتو، کرنې او بله هره برخه کې ضرورتونه لرو.))

همدارنګه د کليو پرمختيا او رغونې رياست لخوا د ۷۵ ميليونه افغانيو په لګښت له سيمه ييزو شوراګانو سره د بېلابېلو پروژو قراردادونه لاسليک شول چې د مسوولينو په خبره د کليوالو په مشوره به ورته ټاکل شوې پروژې پلې شي.

د ياد رياست مشر فضل هادي عاصم وايي چې يادې پروژې له اصولو سره سم د کليوالي پرمختيايي شوراګانو لخوا د دوی تر څارنې لاندې پلې کيږي.

عاصم وويل: ((په دې مهمو پروژو کې په سيدکرم ولسوالي کې په ۳۵ ميليونه افغانيو يو کانکريټي سړک، په پټان ولسوالي کې د مقبلو مهم پُل او همدارنګه په ګردېز کې د ملي امنيت رياست تر څنګ استنادي دېوال دی. د ګردېز د رباط سيمې تر څنګ په څلور ولسواليو کې د پايپ سکېم پروژې دي، چې ۱۱۰۰ کورونو ته به د څښلو اوبه رسوي.))

ولايتي شورا د کال له سره د چارو پر پيل ټينګار کوي او وايي چې پرمختيايي کارونه بايد د متوازن انکشاف اصل ته په پام په ټولو سيمو او ولسواليو کې تر سره شي.

دوی د چارو سم کيفيت حياتي بولي او له اړوندو ولايتي او مرکزي ادارو غواړي چې په دې ولايت کې خپلې چارې په سم ډول تر سره کړي.

د دوی له ډلې سخي جان وفايار پژواک ته وويل: ((دا اولين ځل دی چې د انکشاف دهات لخوا کانکريټي سړک جوړيږي، زموږ غوښتنه دا ده چې د پکتيا په مختلفو سيمو کې سړکونو ته ډېره اړتيا ده، که دا ډول سړکونه په نورو سيمو کې هم جوړ شي، د خلکو ډېر مشکلات به حل شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.