ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د بندیانو په تړاو خبرې روانې دي

کابل کې د حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د بندیانو په تړاو خبرې روانې دي

author avatar
1 Apr 2020 - 15:00
کابل کې د حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د بندیانو په تړاو خبرې روانې دي
author avatar
1 Apr 2020 - 15:00

 کابل(پژواک، ۱۳ وری ۹۹): امنیت شورا وايي، د حکومت یوه تخنیکي ډله کابل کې د طالبانو له پلاوي سره له تیرې ورځې راهیسې د بندیانو خلاصولو په تړاو خبري کوي.  

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ په خپل ټوېټر پاڼې لیکلي و چې د طالب بندیانو د انتقال لپاره د دوی درې کسیز تخنیکي ټیم کابل ته رسېدلی دی.  

د افغانستان امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن رسنیو ته په یوه لیږل شوي وېډيويي پیغام کې ویلي چې د افغان حکومت ځانګړې تخنیکي او کاري ډله له پرون ورځې را پدیخوا کابل ته د طالبانو د راغلي پلاوي کوربتوب کوي.  

دی وايي، د حکومت دغه ټیم د طالبانو له پلاوي سره د بندیانو خلاصولو په تړاو خبرې کوي او پرېکړه شوې چې نن به هم دا خبرې دوام ولري.

د ده په وینا، د حکومت او طالبانو په دې ګډه کتنه کې د نړیوال سره صلیب استازي د کتونکو په توګه برخه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.