ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سفارت هند کې د بند پاتې شویو افغانانو لپاره د نورو پروازونو اجازه ترلاسه کړه

افغان سفارت هند کې د بند پاتې شویو افغانانو لپاره د نورو پروازونو اجازه ترلاسه کړه

author avatar
1 Apr 2020 - 12:54
افغان سفارت هند کې د بند پاتې شویو افغانانو لپاره د نورو پروازونو اجازه ترلاسه کړه
author avatar
1 Apr 2020 - 12:54

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۹۹) : په هندوستان کې د افغانستان سفارت وایي چې له هندوستان څخه یې د بند پاتو افغانانو د لیږدولو په موخه یې له ځایي مسوولینو د نورو پروازونو اجازه اخیستې ده.  

وروسته له هغه چې د هند حکومت د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه له نورو هیوادونو سره ځمکنۍ او هوایي اړیکې بندې کړې، هند ته تللي زرګونه افغانان هلته باندې پاتې شول.

په نوي ډیلي کې سرپرست افغان سفیر طاهر قادري د وري په ۱۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې هلته په ټولیزه توګه ټول خلک قرنطین دي او هیڅوک بهر نه شي وتلی.  

خو هغه زیاته کړه چې د ټیلیفوني اړیکو له لارې یې وکولی شول چې لومړی له هندي حکومت څخه د پنځو پروازونو اجازه واخلي او بند پاتې افغانان د کام ایر افغان هوایي شرکت له لارې هیواد ته ولیږدوي.  

دی وایي چې نن په دریم پرواز کې هم یو شمیر افغانان لیږدول کیږي چې ټوله شمیره یې زرو ته رسیږي.

 قادري وویل چې له هندي چارواکو سره یې خبرې روانې دي او دمګړۍ هغوی د دوو نورو پروازونو اجازه هم ورکړې جې د اریانا افغان هوایي شرکت په وسیله ولیږدول شي .

 سرپرست افغان سفیر زیاتوي ، هڅه کوي چې د نورو پروازونو اجازه هم ترلاسه کړي او هلته باندې ټول افغان مسافر ولیږدول شي.  

هغه په دې برخه کې د هند د حکومت د همکاریو مننه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.