ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحماني بنسټ له خلکو او روغتونو سره په ځينو ولایتونو کې نقدي او غیر نقدي مرستې وکړې

رحماني بنسټ له خلکو او روغتونو سره په ځينو ولایتونو کې نقدي او غیر نقدي مرستې وکړې

author avatar
1 Apr 2020 - 15:51
رحماني بنسټ له خلکو او روغتونو سره په ځينو ولایتونو کې نقدي او غیر نقدي مرستې وکړې
author avatar
1 Apr 2020 - 15:51

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۹۹): د ولسي جرګې غړی او د رحماني بنسټ مشر اجمل رحماني د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د کابل، پروان او ځینو ولایتونو کې د زرګونو تنو بې وزلو خلکو سره له۵۰ زرو څخه ډېر ماسک او دستکشې، ضد عفوني توکي، د اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او په هرات کې د کرونا ناروغانو د درملنې په موخه د هرات د والي عبدالقیوم رحیمي په حضور کې دوه میلیونه افغانۍ د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره مرسته کړې ده. 
اجمل رحمانی به آژانس خبرى پژواک گفت: از این که وضعیت به دلیل شیوع ویروس کُرونا ( COVID- 19 ) در کشور نگران کننده است، به حیث شهروند متعهد و مسلمان از هیچ نوع تلاشی برای کمک به مردم دریغ نخواهم کرد.
اجمل رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل دا چې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له امله وضعيت د انديښني وړ دی د یو ژمن هېوادوال او مسلمان په توګه به د خلکو سره د هېڅ راز مرستې څخه ډډه ونه کړي.
اجمل رحماني زیاته کړه دا چې په هېواد کې د کرونا ویروس خپریدل یو ګواښ دی، نو د مخنیوي لپاره به یې هر ډول مرستې او نور اقدامات کوي. 
ده وویل: ” زموږ کارکوونکو د کرونا د مخنیوي او وقایې په اړه هم خلکو ته معلومات ورکړي دي. “
د رحماني بنسټ مشر وایي، د اړتیا پر مهال به خپلې ودانۍ هم د کرونا ناروغانو د درملنې په موخه د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکوي، څو له دې لارې د هیواد والو ښه خدمت وکړی شي. 
د اجمل رحماني لخوا دا مرستې په داسې حال کې شوي چې په هیواد کې د کرونا نا روغۍ له امله څلور تنه مړه او ۱۹۶ تنه پرې اخته شوي دي. 
د افغانستان حکومت په کابل او یو شمیر ولایتونو پر ګرځیدو بندیز لګولی چې له امله یې یو شمیر له اقتصادي ستونو سره مخامخ شوي دي. 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.