د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سعودي: دمګړۍ دې مسلمانان حج لپاره چمتووالی نه نیسي

سعودي: دمګړۍ دې مسلمانان حج لپاره چمتووالی نه نیسي

Apr 01, 2020 - 21:23

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۹۹) : د سعودي عربستان حکومت له نورو هیوادونو غوښتي دي چې د کرونایي حالاتو له امله دې د راتلونکي حج لپاره پلانونه نه جوړوي.

د سعودي د حج او عمرې وزیر ډاکتر محمد صالح بن طاهر ددغه هیواد دولتي تلویزیون الاخباریه په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې خپره شوې او د خپریدو له امله دې مسلمانان د حج لپاره له چمتووالي ډډه وکړي.

هغه زیاته کړې چې هیواد یې  د حج او عمره کوونکو د خدمت لپاره په بشپړ ډول اماده دی او ممکن حالاتو ښه کیدو سره د عمرې اجازه هم ورکړي.

خو ددې ترڅنګ ډاکتر صالح دا هم ویلي  چې د کرونا ویروس په چټکۍ سره دخوریدو له امله د سعودي حکومت دخپلو وګړو او د نړۍ دمسلمانانو روغتیا ته فکرمند دی.

د نوموړي په وینا، د نړۍ مسلمانان دې د وضعیت روښانه کیدو ته دې انتظار باسي او له اوس څخه له شرکتونو سره د حج له تړونونو ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله سعودي پر عمرې او زایرینو پر ورتګ هم بندیز لګولی او د څه وخت لپاره یې د حرمینو جوماتونه هم بند کړي وو.

دا په  داسې حال کې ده، چې په سعودي کې تر ۱۶۰۰ زیات د کرونا مثبتې پیښې ثبت او لس کسان مړه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې هر کال له ټولې نړۍ څخه د ۳۰ زرو افغانانو په ګډون شاوخوا دوه نیم میلیونه مسلمانان د حج فریضئ ادا کولو په موخه سعودي ته ځي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking