کابل (پژواک، ۱۳ وری ۹۹) :د ناټو سازمان سرمنشي وایي چې د امریکا او طابانو ترمنځ د سولې د موافقې له مخې، دوی هم په افغانستان کې په مشروط ډول د خپلو سرتیرو شمیره کموي.
د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې نن د وري په ۱۳مه، د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې ددغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې په یوه داسې خبري غونډه کې وکړې، چې خبریالان ورته نه وو راغلي .
د نوموړي دغه خبري کنفرانس د ویډیو له لارې خپره شوې او خبریالانو خپلې پوښتنې ورته له مخکې څخه لیږلې وې.
سټولتنبرګ وویل چې د کرونا وبا پر ټولې نړۍ ناوړه اغیزه کړې او په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه، چې په سبانۍ ناسته کې د کرونا پر ضد مبارزه ددوی د خبرو د ایجنډا په سر کې وي، دغه راز د افغانستان او عراق پر موضوعاتو هم خبرې کېږي.
د ناټو سرمنشي وایي چې کرونا یوه نړیواله روغتیایي وبا ده ، د هغو کسانو پر مړینه یې خواشیني څرګنده کړه چې ددې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
نوموړي د افغانستان په اړه وویل چې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې له مخې ناټو په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېره کموي.
د هغه په وینا، تر راتلونکي اوړي پورې به ددوی د سرتیرو شمیره له ۱۶ زور څخه ۱۲ زرو ته ټیټه شي، خو دا ټول کارونه مشروې دي.
سټولټنبرګ وویل چې تر اوړي وروسته حالاتو او سرتیرو کمولو په اړه تر اوسه کومه پریکړه نه ده شوې.
ده زیاته کړه، چې ناټو د افغانستان اوږود مهاله سولې او ثبات ته ژمن دی.
هغه له ټولو خواوو وغوښتل چې د سولې په تړاو خپلو ژمنو ته ژمن واوسي او دسولې پروسه بریالۍ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن