کابل (پژواک، ۱۳ وری ۹۹) :په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې میرمن عادله راز له نړیوالو غوښتي دي، چې د اوربند لپاره پر وسله و الو طالبانو فشار راوړي.
نوموړې دغه څرګندونې د هغه ویډیو کنفرانس پر مهال کړې چې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا لخوا د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه جوړ شوی و.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یوناما مرستیالې یاد کنفرانس ته د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه په تفصیل سره معلومات ورکړل .
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې دافغانستان ددایمي استازي له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان استازې هم پخپل وار سره ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي، امنیتي حالاتو او د کرونا ناروغۍ په اړه په تفصیل سره معلومات شریک کړل.
میرمن عادله راز د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغې غوښتنې ملاتړ وکړ، چې په ټوله نړۍ کې یې د کرونا پر ضد د مبارزې په موخه د اوربند غوښتنه کړې وه.
دغه راز نوموړي له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې هم د اوربند لپاره پر وسله والو طالبانو فشار راوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن