ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي: کوم مسافرین چې امکانات لري، له پيښوره نه دې  راځي

د ننګرهار والي: کوم مسافرین چې امکانات لري، له پيښوره نه دې راځي

author avatar
2 Apr 2020 - 11:39
د ننګرهار والي: کوم مسافرین چې امکانات لري، له پيښوره نه دې  راځي
author avatar
2 Apr 2020 - 11:39

جلال اباد (پژواک،  ۱۴ وری ۹۹) : د ننګرهار والي په تورخم ښارګوټي کې را ستنیدونکو کسانو د قرنطين په موخه د کمپلو، توشکو او بالښتونو را ټولیدو کمپاین پخپلې مرستې ترسره کولو سره پیل کړ.

د کرونا فنډ صندوق د پرانیستو او ورسره د لومړنۍ مرستې ترسره کولو وروسته د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په تورخم ښارګوټې کې را ستنیدونکو کسانو لپاره په قرنطین کې د ښې میلمه پالنې په پار د ښو توشکو، بالښتونو او کمپلو را ټولولو کمپاین د خپلې حجرې څخه د یادو توکو په ورکړې سره پیل کړ او له ټولو ننګرهار میشتو یې وغوښتل چې دوی هم د قرنطین کمپ سره د یادو توکو مرستې پیل کړي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وري په ۱۴مه ولایت مقام کې د کنفرانس پر مهال وویل، د تورخم لویې لارې د احتمالي پرانیستو پر مهال یې په روغتیایي، خدماتي او امنیتي برخه کې خپل تدابیر پیل کړي،ترڅو د یادې لارې را ستنیدونکي ټول کسان د ۱۴ ورځو څخه تر ۲۱ ورځو پورې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه قرنطین کړي .

هغه زیاته کړه، هغه کسان چې په کوزې پښتونخوا یا پاکستان کې د لا زیاتې مودې د پاتې کېدو اسانتیاوې لري،هیله ده چې له راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د کرونا ویروس د خپریدو خطرات کم شي، خو هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د هرات پېښې تکراریدو د مخنیوي په موخه په جدي ډول را ستنیدونکي کسان قرنطین کیږي .

نوموړی وایي، تر دې وړاندې یې د کرونا فنډ صندوق پرانیستې کړې وه، ترڅو خلک ورسره په ملي او نړیواله کچه مرستې وکړي او دا مرستې د دې ولایت مستحقو کورنیو ته ورسوي،خو په خلکو یې غږ وکړ چې د هرې لارې کولای شي،خپلو سیمو کې مستحقو او اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوي .

میاخېل په دې ولایت کې د کرونا ویروس د ۱۱ شکمنو پېښو د ثبت کېدو خبر ورکړ چې په وینا یې د لغمان اړوند بلال یوه پېښه یې مثبته، اووه یې منفي او دوه نور یې یوه په مرکز او بله یې په ننګرهار لابراتوار کې تر ټیسټ لاندې دي .

د ننګرهار والي په دې ولایت کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه ورځ تر بلې د خپلو تدابیرو له جدي کولو څخه هم خبر ورکړ .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.