جلال اباد (پژواک ۱۴ وری ۹۹): د ننګرهار کانال ادارې له لورې باغونو ته د اوبو برابرولو په موخه د پنځو واټر پمپونو لپاره د ۱۴۳ ميليونه افغانيو په لګښت د يو مېګاواټ سولري برېښنا توليد شبکه جوړېږي.
د دغې لمريزې برېښنا د شبکې جوړېدو مالي لګښت د اسيايي بانک له لورې ورکول کېږي چې په جوړېدو سره به يې د کانال فارمونو ته پر وخت اوبو هم رسېږي او دغه راز به د پيسو سپما هم کوي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل چې له سولري برېښنا او واټرپمپمونو څخه به د کانال څلور زره هکټاره ځمکې خړوبولو په موخه ګټه واخيستل شي.
هغه زياته کړه، چې تر دې وړاندې ياده ځمکه د وارداتي برېښنا په وسیله خړوبيده چې د دې برېښنا په توليد سره به وارداتي برېښنا هغو کورنيو ته ورکړل شي چې له برېښنا څخه بې برخې دي.
د کانال وادې کرنيز شرکت د برنامو معين نجيب الله شينواري د ننګرهار کانال په بيا حياء او فعالولو برخه کې روانې پروژې ګټورې يادې کړې او ډاډ يې ورکړ چې نږدې وختونو کې به ياد کانال کې د کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ په برخه کې ګڼې نورې پروژې هم تطبيق شي.
د ننګرهار کانال (وادي کرنيز شرکت) رييس عبدالقهار حيدري وويل، د يو ميګاواټ سولري برېښنا پرمټ به پنځه واټر پمپونه کار کوي چې په يو ساعت کې به ديارلس نيم متره مکعبه اوبه ورکوي.
نوموړي وويل، ډېر ژر به ۱۵۰ هکتار د ستروسو، سل هکتاره د زيتونو، او پنځه ديرش هکتاره د خرما نوي باغونه جوړ کړي.
هغه وايي، چې د کانال له ځمکو تر دې وړاندې موثره ګټه نه ده اخيستل شوې او هڅه کوي، چې د کانال له ځمکو څخه سالمه ګټه پورته کړي.
د يو ميګاواټ سولري برېښنا د توليد چارې چې د ذولرستان سولري برېښنا شرکت له لوري پرمخ وړل کيږي د يو کال په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
همدا راز تر دې وړاندې د سولري برېښنا توليد او واټرپمپونو جوړيدو په موخه په شل جریبه ځمکه کې د احاطې د دیوال چارې بشپړې شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن