ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا والي: ګردېز کې دې د کرونا ناروغۍ لابراتوار ژر فعال شي

د پکتيا والي: ګردېز کې دې د کرونا ناروغۍ لابراتوار ژر فعال شي

author avatar
2 Apr 2020 - 19:24
د پکتيا والي: ګردېز کې دې د کرونا ناروغۍ لابراتوار ژر فعال شي
author avatar
2 Apr 2020 - 19:24

ګردېز (پژواک، ۱۴ وری ۹۹): د پکتيا ولايتي اداره له عامې روغتيا وزارت او د نړيوال روغتيايي سازمان له مسولينو غواړي چې د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې دې د کرونا ويروس د معاينانو لابراتوار فعال کړي.

د پکتيا والي، ولايتي شورا او د عامې روغتيا رئيس  د وري په ۱۴مه، په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې تر دمه يې د شته امکاناتو تر بريده د کرونا ناروغي مخنيوي ته تدابير نيولي، خو په خبره يې دا اسانتياوې بسنه نه کوي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازی وویل په مرکز کې يې د مرستيال والي او په ولسواليو کې يې د ولسوالانو په مشرۍ د کرونا ناروغي د مخنيوي او احتياطي تدابيرو کمېټو جوړولو او ګردېز ته له ګاونډيو ولايتونو څخه د راتلونکو مسافرو معاينه کولو سربېره د شکمنو پېښو او روغتيايي ستونزو په اړه پنځه شمېرې هم فعال کړې دي.
کټوازي زیاته کړه چې په دې اړه يې د مرستو يو وجهي صندوق هم جوړ کړی او له شتمنو، ملي او نړيوالو خيريه بنسټونو ور سره د مالي او مادي د مرستې غوښتنه کوي.
نوموړي وویل چې خلکو ته د يادې ناروغي په اړه له طبي او ديني اړخه معلومات ورکول کيږي او د لومړنيو خوراکي توکو پوره کولو او د بيو کنټرول ته يې هم پام دی.
والي وایي :((دلته د زون په کچه د پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر ولايتونو په سطحه يو لابراتوار لرو، خو لازم مواد، کېټونه، نور ضروري شيان او سرټېفېکټ دې راکړل شي چې د دې ولايتونو ټېسټونه دلته وشي او کابل ته انتقال نشي. اوس موږ له دې ستونزې سره مخ يو، چې د هغوی ناروغان دلته راځي او موږ يې بيا له دې ځايه معاينات مرکز ته ليږو، چې کابل ته هم سختیږي او زيات وخت نيسي.))
د ولايتي شورا ریيس عبدالمالک ځاځي نيوکه وکړه چې په دې حساس وخت کې له زياتې اړتيا سربېره لا هم پکتيا ته پاملرنه نه ده شوې او که په دې ولايت کې د کرونا مثبته پېښه شي، بيا به يې د خپرېدو مخنيوی خورا ستونزمن وي.
ځاځي وويل چې د قرنطين حالت ټول، په ځانګړي ډول بېوزله خلک له زياتو ستونزو سره مخ کړي او په کار ده چې د توکو د بيو کمولو سربېره له ځينو اړمنو خلکو سره وړيا مرستې وشي.

د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي چې تر دمه په پکتيا کې د کرونا د ديارلس شکمنو پېښو له ډلې يې د ۱۱ پايله منفي شوې او پاتې هغه يې په پلازمېنه کې تر معايناتو لاندې دي.
احمدزي زیاته کړه:((کولی شو يو ناروغ په اسانه تجريد او تداوي کړو او امکانات ورته برابر کړو؛ خو که ناروغ ځان پټ وساتي يا يې کورنۍ پټ کړي، نو هغه نور کسان پرې اخته کوي، دا به بيا داسې حالت وي لکه په ځينو پېشرفته هېوادونو کې چې له کنټروله وتلې. پر دې اساس موږ له خلکو غواړو چې پوره وقايوي تدابير ونیسي.))

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې ډير ژر به د هیوادو په ټولو زونونو کې به د کرونا ناروغۍ د تشخیص لابراتوارونه فعاله کړي.
پکتيا د هېواد له سړو ولايتونو دی چې پکې کرونا ويروسي ناروغي ته د خورېدو زياته شونتيا شته.
د دې ولايت اوسېدونکي له ورته وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو شکايت لري، خو ولايتي روغتيايي اداره وايي چې دوی ته له مرکزه همدومره امکانات ورکول کي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.