ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: راتلونکې کابینه کې به ټول هېوادوال خپل ځانونه وویني

ولسمشر غني: راتلونکې کابینه کې به ټول هېوادوال خپل ځانونه وویني

author avatar
2 Apr 2020 - 22:20
ولسمشر غني: راتلونکې کابینه کې به ټول هېوادوال خپل ځانونه وویني
author avatar
2 Apr 2020 - 22:20

کابل (پژواک،۱۴وری ۹۹): ولسمشر غني د ولسي جرګې له رئیس او اداري پلاوي سره نن مازیګر په ارګ کې وکتل.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د ولسي جرګې له رئیس میررحمان رحماني او اداري پلاوي سره په سلامخانه ماڼۍ کې وکتل. سرچینه وايي چې په پیل کې د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني، لومړي نایب میرزا کټوازي، دویم نایب عباس ابراهیم زاده او نایب منشي حجت الله خردمند له کرونا ویروس سره د مبارزې او د سولې پروسې برخه کې د حکومت په ځانګړي ډول د جمهوررئیس غني د هلو ځلو قدرداني وکړه.

هغوی وویل، د هېواد په دغه حساس پړاوو کې چې هېوادوال د کرونا ویروس خپرېدو او د سولې پروسې ناڅرګند برخلیک ته اندېښمن دي، هیله ده چې سیاسي اختلافات په معقول ډول حل شي او ټول سیاسیون د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره ګډ کار او هلې ځلې وکړي. یادو ویناوالو د درې ګونو قواوو د همغږۍ او همکارۍ د لا زیاتوالي، له فرصتونو څخه د پر وخت استفادې، د ملي شورا استازو سره د دوامداره او کاري ناستو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

جمهوررئیس غني د ولسي جرګې مشرتابه او استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اداري پلاوي د ټاکلو مبارکي وویله او د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږي، همکاري او متقابل درناوی یې حتمي او مهم وباله.

جمهوررئیس وویل، له کومې ورځې چې په هېواد کې د کرونا ویروس پېښه ثبت شوې، له هغه وروسته کرونا ویروس سره د مبارزې او د هېوادوالو د خوندیتوب په موخه لسګونه غونډې شوي او لا هم په دې اړه زموږ تمرکز او کار ادامه لري. جمهوررئیس غني وویل، ټول باید د سولې موضوع جدي وګڼي، ترڅو باعزته او تلپاتې سولې ته چې زموږ د هېوادوالو لویه غوښتنه ده ورسېږو او په هېواد کې د څلورو لسیزو روان جنګ او ناورین په اساسي توګه پای ته ورسېږي.

جمهوررئیس وویل، په راتلونکې کابینه کې به ټول هېوادوال خپل ځانونه وویني، د اهلیت او کفایت په اساس به د هېواد مطرح سیاسي او علمي شخصیتونو ته د خدمت زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه، شته بحرانونه باید په تدبیر مدیریت او له فرصتونو څخه د هېواد او هېوادوالو د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لپاره اعظمي ګټه واخیستل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.