ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمیره ۲۵۸ تنو ته ورسیده

په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمیره ۲۵۸ تنو ته ورسیده

author avatar
2 Apr 2020 - 20:52
په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمیره ۲۵۸ تنو ته ورسیده
author avatar
2 Apr 2020 - 20:52

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۹۹) : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې ۱۹ نویو پيښو سره په هیواد کې د کرونا ناروغانو شمیره ۲۵۸ تنو ته ورسیده.

 

د عامې روغتیا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مایار د وري  په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د په کابل کې ۱۴، پکتیا کې دوه، بغلان، دایکندي او کندهار ولایتونو کې یوه یوه پيښه ثبت شوې ده.

هغه زیاته  کړه، چې دې سره په هیواد کې د ټولو مثبتو پيښو شمیره ۲۵۸ تنو ته رسیدلې ده.

د پکتیا د  والي ویاند عبدالله حسرت پژواک ته وویل چې د کرونا دواړه مثبتې ناروغانې مېرمنې دي چې څو ورځې وړاندې له ایران څخه د پکتیا مرکز ګردېز خواجه حسن سیمې ته راستنې شوې وې.

د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ١٩٠ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه نږدې یو میلیون کسان اخته شوي او څه کم ۵۰ زره مړه شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه۱۵۰  زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.