ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار او نیمروز سوداګر شکایت کوي چې تازه میوې او سبزیجات یې ګمرکونو کې درول شوي

د کندهار او نیمروز سوداګر شکایت کوي چې تازه میوې او سبزیجات یې ګمرکونو کې درول شوي

author avatar
2 Apr 2020 - 16:23
د کندهار او نیمروز سوداګر شکایت کوي چې تازه میوې او سبزیجات یې ګمرکونو کې درول شوي
author avatar
2 Apr 2020 - 16:23

کندهار، زرنج (پژواک، ۱۴ وری ۹۹): د کندهار او نیمروز ولایتونو سوداګر وايي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې د تازه میوو او سبزیجاتو په ګډون په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار موټرونه راګرځول شوي او ښار ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

خو د کندهار ولایت چارواکي وايي، چې دغه موټرونه نه ولایتي ادارې او نه هم ګمرک درولي، بلکې د قانوني نیمګړتیاوو له امله په خپله سوداګرو درولي دي.

د کندهار یو شمېر سوداګرو نن له همدې امله د ګمرک ریاست مخې ته په احتجاجي توګه راټول شوي وو او د دغې ستونزې د هواري غوښتنه یې کوله.

د حاجي نظر ګل په نوم یوه سوداګر پژواک اژانس ته وویل، له تېرو څو ورّو راهیسې د دوی سلګونه موټر چې سبزیجات، مېوې او نور توکي په کې بار دي، د کندهار د ګمرک د مسوولینو له خوا ګرځول شوي دي.

دی وايي، په داسې حال کې چې سبزیجات او مېوې په خرابېدو دي او هره ورځ دروند زیان ویني، دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښار ته داخل شي.

دغه سوداګر وویل، دغه موټر له فراه، نیمروز او هرات ولایتونو څخه رابار شوي او په خپلو خپلو ولایتونو کې یې محصول ورکړی دی، خو دلته دویم ځل بیا محصول ورڅخه غوښتل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، له یوې خوا د کرونا ویروس له امله په ټول هېواد کې وضعیت خراب دی، په داسې حال کې ګمرک ریاست دوی ته اسانتیاوې جوړې کړي، ستونزې ورته جوړوي.

په ورته توګه د شاه محمد په نوم یو بل سوداګر هم ورته څرګندونې کوي او وايي چې په فراه، نیمروز او هرات ولایتونو کې یې د خپلو مالونو اړوند محصول ورکړی خو بیا هم کندهار ښار ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

دی هم وايي چې د سوداګرو سلګونه موټر درول شوي او په کې بار مالونه خراب شوي دي.

نوموړی له دولت څخه غوښتنه کوي چې دغه ستونزه دې حل کړي.

خو په کندهار کې د لندې مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا وايي چې تر ډېره ستونزه د فراه، نیمرزو او هرات ولایتونو د ګمرک په مامورنیو او په خپله په سوداګرو کې د فساد له امله ده.

ده پژواک ته وویل، ډېر مهال کمېشنکاران د پیسو اخیستو په بدل کې د اموالو جنس او وزن ته تغیر ورکوي او اصلي ستونزه له همدې راولاړه شوې ده.

د کندهار والي حیات الله حیات په دې اړه پژواک اژانس ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار موټرونه د کندهار ښار په باغ پل سیمه کې په خپله د سوداګرو له خوا د قانوني نیمګړتیاوو له امله درول شوي.

دی وايي، دغه موټرونه نه ولایتي ادارې او نه هم ګمرک ریاست درولي دي.

خو دی وايي، د ستونزې د حل په موخه یې څو ځلې د کندهار د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره ناستې کړې او دغه راز له کابل څخه هم د دغې موضوع د ارزونې لپاره یو پلاوی کندهار ته راغلی دی.

ده خبر ورکړ چې دغه ستونزه حل شوې، هغو سوداګرو چې سبزیجات او مېوې یې رابار کړي او مالیه یې نه ده ورکړې، جریمه ورته معاف شوې او کولای شي سمدستي خپل اموال ولېږدوي خو وروسته باید قانوني مالیه ورکړي.

ده یادونه وکړه چې د اموالو د جنس او وزن په تغیر کې د نیمروز، فراه او هرات د ګمرکونو مامورین له سوداګرو سره یو ځای شریک دي چې چې د مالیې وزارت د پرېکړې پر بنسټ به په راتلونکې کې د دغسې مواردو په لیدو ټول له دندو لیرې کېږي او قانوني سزا به ویني.

دی وايي، له یوې خوا په هېواد کې سیاسي اوضاع ترینګلې ده، له بلې خوا د کرونا وایرس ستونزه ده، په کار ده په داسې یوه حالت کې د افواهاتو مخنیوی وکړي او قانون پر ځان عملي کړو.

بلخوا د نیمروز ولایت سوداګر هم ورته شکایت لري او وایي چې تازه میوې او سبریجات یې چې له ایران څخه راوړي وو، سخا شوي دي.

د محمد نادر په نامه یو تن سوداګر پژواک ته وویل چې د نیمروز او کندهارد ګمرکونو د مشرانو د اختلافاتو له امله ۱۲۰ موټر چې پکې رومیان، مڼې او هندواڼې بارې دي، د نیمروز په ګمرک  کې درول شوي وو، خو رومیان یې پرون پریښودل او نور لا اوس هم ولاړ دي.

هغه زیاته کړه، چې د نیمروز ګمرک کې مامورین نشته، چې دا توکي ګمرک کړي او دوی پخپله مخه ولاړ شي.

دی وایي چې د ګمرک رییس کابل کې دی او کله چې مرستیال مسلمیار پسې ځي هغه هم نه حاضریږي چې ګمرک ته ولاړ شي.

د هغه په وینا، په هر موټر کې له لسو لکو تر ۱۵ لکو افغانیو توکي بار دي او ډيری تازه توکي د خرابیدو په حال کې دي.

خو د نیمروز د ګمرک مسوولین د سوداګرو شکایت ردوي او وایي چې دوی هیڅ ډول ستونزه لري ۲۴ ساعته فعالیت کوي.

د حاجی قادر په نامه یو بل سوداګر وویل چې حکومت د ګمرکونو کچه لوړه شوې ده او تر سلو زیات موټر توکي د خرابیدو په حال کې دي.

د حاجي ولی جان په نامه بل سوداګر وایي چې د هندواڼې، کیوې اومڼو لسګونه موټر  اوس هم په ګمرک کې ولاړ دي، پخوا له یوه موتر ۵۰ زره محصول اخیستلو  خو اوس ۲۵۰ زره غواړي.

د حاجی نادر په نامه بل سوداګر وویل چې دولت دې ددوی د موټرو کرایه ورکړي، دوی دا توکي مفت ورکوي ځکه چې ۲۵۰زره افغانۍ محصول پر یوه موټر ډیر ظلم دی.

د نیمروز مرستیال والي عبدالنبي براهوي پژواک ته وویل چې د سل په سلو کې د محصول لوړولو پریکړه د مرکزي حکومت لخوا شوې او د سوداګرو ستونزې یې له مرکزي چارواکو سره شریکې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې د محصول او تعرفې ټیټول ددوی صلاحیت نه دی دا د مرکز کار دی.

د مالیې وزار ت ویاند شمروز خان مسجدي چې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې د سوداګرو شکایتونه او ستونزې وڅیړي څو حقایق رابرڅیره شي.

هغه زیاته کړه، چې پر سوداګریزو توکو تعرفه شوې او سوداګر اړ دي چې خپل مالونه ګمرک کړي.

نوموړي د نیمروز په ګمرک کې د روماینو د خسا کیدو او له موټرو غورځول رد کړ.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.