د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچینه: نن به د دولتي ځواکونو شل تنه له سلو طالب بندیانو سره تبادله شي

سرچینه: نن به د دولتي ځواکونو شل تنه له سلو طالب بندیانو سره تبادله شي

Apr 02, 2020 - 09:30

کابل(پژواک،۱۴ وری ۹۹): سرچینه وايي، ټاکل شوې د حکومت او طالبانو تر منځ د تفاهم لپاره نن د شلو امنیتي ځواکونو په بدل کې د سلو طالب بنديانو تبادله وشي.

 یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ کابل ته د طالبانو راغلي درې کسيز پلاوي د حکومت له استازو سره په دې موضوع خبرې کړې دي.

د امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پرون رسنیو ته په یوه لېږل شوي ویډيويي پیغام کې ویلي و چې د افغان حکومت یوه ځانګړې تخنیکي او کاري ډله له سه شنبې ورځې را هیسې د طالبانو له راغلي پلاوي سره د بندیانو خلاصولو په تړاو په خبرو بوخت ده.

 په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم تېره ورځ په خپل ټوټیر کې لیکلي و چې د طالبانو پلاوی د افغان حکومت له تخنیکي ډلې سره د بندیانو د خلاصون لپاره د تصدیق او تثبیت چارې پرمخ وړي.

ده لیکلي چې د دوی د پلاوي کوربتوب د قطر هېواد سفارت کوي او د نورو اړوند چارو د اجرا لپاره په دغو  غونډو کې سور صلیب هم برخه لري. خو افغان حکومت وايي چې د دغه پلاوي کورتوب دوی کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking