ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: ممکن زموږ تر واک لاندې هغو سیمو کې جګړه ونه کړو چې کرونا په کې ثبت شي

طالبان: ممکن زموږ تر واک لاندې هغو سیمو کې جګړه ونه کړو چې کرونا په کې ثبت شي

author avatar
2 Apr 2020 - 09:16
طالبان: ممکن زموږ تر واک لاندې هغو سیمو کې جګړه ونه کړو چې کرونا په کې ثبت شي
author avatar
2 Apr 2020 - 09:16

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۹۹): طالب ویاند وایي که د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې د کرونا پېښه ثبت شي، کېدای شي په هغه مشخصه سیمه کې جګړه ونه کړي، تر څو روغتیایي کارکوونکي سیمې ته مرستې ورسوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«که خدای مه کړه زموږ تر واک لاندې په کومه سیمه کې د کرونا ناروغۍ پېښه شي، موږ په وضعیت کنټرول لرو، بیا کولای شو په هغه مشخص ځای کې جګړه ونه کړو، ترڅو روغتیا پالان سیمې ته مرستې ورسوي.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۳۹ پېښې ثبت شوې دي. سرچینه زیاتوي چې له دې پېښو  ۱۸۴ هرات او پاتې نورې د کابل په ګډون په بېلابېلو نورو ولایتونو کې دي. له دغو شمېرو پرته د ناټو څلور سرتېري هم کرونا ناروغۍ نیولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.