ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کرونا سره د مبارزې په موخه پنځو ولایتونو ته ۱۶۰ میلیونه افغانۍ لېږدول کیږي

له کرونا سره د مبارزې په موخه پنځو ولایتونو ته ۱۶۰ میلیونه افغانۍ لېږدول کیږي

author avatar
2 Apr 2020 - 10:27
له کرونا سره د مبارزې په موخه پنځو ولایتونو ته ۱۶۰ میلیونه افغانۍ لېږدول کیږي
author avatar
2 Apr 2020 - 10:27

کابل (پژواک، ۱۴ ورى ٩٩): له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره بلخ او فاریاب ولایتونو ته ۵۰ ، ۵۰ میلیونه افغانۍ او سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونو ته شل، شل میلیونه افغانۍ لېږدول کېږي.

د ولسمشر د ویاند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د ویډیو کنفرانس له لارې، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د یادو ولایتونو له والیانو سره خبرې وکړې.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو والیانو له ولسمشر سره د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه په وقایوي اقداماتو، د ولسوالیو په کچه د قرنطین ساحو او کمېټو جوړولو، د بازارونو د مدیریت لپاره د چمتوالي او د احتکار د مخنیوي په اړه خپل نظریات شریک کړي دي

 ولسمشر غني په دې ویډيويي کنفرانس کې ویلي:"بلخ او فاریاب ولایتونو ته ۵۰، میلیونه افغانۍ او سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونو ته به ۲۰ میلیونه افغانۍ ولېږدول شي، ترڅو د یوه شفاف میکانېزم له لارې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه مصرف شي".

د ده په وینا، د دولت رهبري پلاوی له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې حد اقل د ورځې دوه درې ساعته د تصمیم نیونې غونډې جوړوي.

هغه په دغه لیدنه کې ‎والیانو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو ولایتونو (بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فاریاب) اړوند د اړمنو کسانو واقعبینانه اټکل وړاندې کړي، ترڅو له هغوی سره لازمې مرستې وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.