ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ١٨٦ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو اړوند پروژه پلې کيږي

هلمند کې د ١٨٦ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو اړوند پروژه پلې کيږي

author avatar
2 Apr 2020 - 11:46
هلمند کې د ١٨٦ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو اړوند پروژه پلې کيږي
author avatar
2 Apr 2020 - 11:46

لښکرګاه (پژواک، ١٤ ورى ٩٩): د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د ١٨٦ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو اړوند د يوې تحکيماتي پروژې چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې ياده پروژه د دغه ولايت د سينديزې فرعي حوزې له لارې د نهر سراج ولسوالۍ د اب پاشک په سيمه کې پلې کيږي.

د والي په وينا پر دغې پروژې ١٨٦ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې يې د يو کال په موده کې بشپړيږي.

هغه وايي چې د دې پروژې به بشپړېدو سره به زرګونه جريبه ځمکه د سيلابونو له خطر څخه وژغورل شي او زرګونه جريبه نوره ځمکه به د کښت لپاره چمتو شي.

د ياسين خان د معلوماتو له مخې په دغه پروژه کې د ٦،٦ کيلومټره په اوږدوالي استنادي ديوال او د اوبو د ذخيره کولو نورې چارې شامل دي.

ده زياته کړه: ((پروسږکال د ګرشک اوسيدونکو ما سره خپل دغه ستونزې شريکې کړې، ما کابل ته په خپلو سفرونو کې د دوى ستونزې له حکومتي چارواکو سره مطرح کړې چې بلاخره دغه پروژه ورته منظوره شوه.))

دغه راز د نهرسراج ولسوالۍ اوسيدونکي نوراغا د يادې پروژې د چارو پر پيل خوښي وښوده او ويې ويل: ((په تېرکلونو کې سيلابونو د دې ولسوالۍ خلکو ته ډېر زيانونه اړولي دي، خو ددې پروژې په عملي کېدو سره به يې تر ډېره مخه ونيول شي.))

که څه هم چې نهرسراج د هلمند ولايت له امنو ولسواليو څخه شمېرل کيږي، خو بيا هم ډېرې سيمې يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي او ډېرى وخت جګړې هم په کې کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.