ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر :داسې څېرې کابینې ته معرفي کوم چې ولسي ریښې، سیاسي وزن او مدیریت ولري

ولسمشر :داسې څېرې کابینې ته معرفي کوم چې ولسي ریښې، سیاسي وزن او مدیریت ولري

author avatar
2 Apr 2020 - 18:29
ولسمشر :داسې څېرې کابینې ته معرفي کوم چې ولسي ریښې، سیاسي وزن او مدیریت ولري
author avatar
2 Apr 2020 - 18:29

کابل ( پژواک ۱۴ وری ۹۹) ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې عبدالهادي ارغنديوال د مالیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه، رسماً معرفي کړ.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، لومړی د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست سرپرست انیر الهام عمر هوتکي د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه د عبدالهادي ارغنديوال د مقررېدو په اړه، د ولسششر حکمونه ولوستل.
دمالیې وزارت سرپرست عبدالهاي ارغنديوال وویل، د جمهوررئیس د باور مننه چې په دې حساسو شېبو کې یې مهم مسوولیت راته وسپاره. هغه زیاته کړه ،د مالیې وزارت تر ټولو زیات تمرکز به پر فساد ضد مبارزې، اصلاحاتو، شفافیت، خصوصي سکتور سره په همکارۍ او همغږۍ او د بین المللي مرستو په راجلبولو وي.
ولسمشر غني د دغه مسولیت د منلو په خاطر له عبدالهادي ارغندیوال څخه د مننې پر مهال وویل، غواړم داسې څېرې کابینې ته معرفي کړم چې ولسي ریښې، سیاسي وزن، تعهد او سیاسي مدیریت ولري.
هغه د مالیې وزارت د مخکېني سرپرست ډاکتر محمدهمایون قیومي څخه د هغه د بنیادي هڅو او طرحو په خاطر مننه وکړه او دغه راز یې د ۱۳۹۸ کال موخو د بشپړولو په خاطر د یاد وزارت د رهبرۍ قدرداني وکړه.
سمشر کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت هڅو ته په اشارې وویل، افغانستان کرونا ویروس سره د مبارزې رهبري او مدیریتي رول لري او ملي او بین المللي بنسټونه اماده دي چې افغان دولت سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه: «موږ په ځانګړو شرایطو کې قرار لرو او باید په لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله موده کې د کرونا ویروس خپرېدو تاثیرات او پایلې مدیریت شي.»

ولسششر غني په ټینګار وویل، زیانمن شویو اقشارو ته رسیدګي په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې دغه قشر ته رسېدنه د برنامو مهمه برخه ده او دغه کار خصوصي سکتور سره د همغږۍ له لارې دې قشر ته د کار پر ایجادولو کېږي. هغه سیمه ییزو تعاملاتو ته اشاره وکړه وې ویل، باید د افغانستان ترانزیټ او سوداګرۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وویل: «زه باور لرم چې د طبیعي او بشري سرچینو او همداراز د واحدې رهبرۍ په لرلو سره پر ټولو ستونزو بریالي کېږو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.