کابل (پژواک، ۱۴ وری ۹۹) : ولسمشر اشرف غني او د پاکستان دپوخ مشر په یوه ټیلیفوني تماس کې پر سولې او کرونا سره پر مبارزې خبرې کړې دي.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا اړیکه چې نن نیول شوې وه، په ترڅ کې یې د پاکستان د پوځ مشر ولسمشر غني په توګه د بیا انتخابېدو او د سولې همه شموله مذاکراتي پلاوي د ټاکلو مبارکي وویله.
جنرال باجوه همداراز د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د همه شموله پلاوي د ټاکلو په هرکلي، طالبانو ډلې سره د سولې مذاکراتو د پرمخ بېولو هیله وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، کرونا ویروس سره ګډه مبارزه، سوداګري او ترانزیټ له جمهوررئیس غني سره د پاکستان د لوی درستیز ، د بحث نور مسایل وو.
سرچینې زیاته کړې، افغانستان او پاکستان کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې سیمه ییزه او نړیواله همکاري اړینه وبلله او د دواړو هیوادونو پر ګډو هڅو یې ټینګار وکړ.
دواړو هیوادونو همدا راز موافقه وکړه چې افغانستان ته به د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو د افغان سوداګرو مالونه ژر تر ژره افغانستان ته راولېږدول شي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن