ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پل علم ښار  کې پر تګ راتګ محدويت وضع شو

پل علم ښار کې پر تګ راتګ محدويت وضع شو

author avatar
2 Apr 2020 - 14:32
پل علم ښار  کې پر تګ راتګ محدويت وضع شو
author avatar
2 Apr 2020 - 14:32

پل علم (پژواک، ١٤ ورى ٩٩): د لوګر چارواکي وايي چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه يې د يوې اوونۍ لپاره مرکز پل علم کې پر تګ راتګ محدويت وضع کړى او ځينې هټۍ يې هم تړلي دي.

د لوګر والي انورخان اسحاقزي او نورو چارواکو د وري په ١٤مه مرکز پل علم کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې له درملتونونو، صرافيو، نانوايي، بانکونو او د خوراکي توکو له هټېو پرته به نور ټولې هټۍ، هوټلونه او حمامونه د يوې اوونۍ لپاره بند وي.

ده زياته کړه: ((د کرونا ويروس يو غټ خطر دى، مونږ د ځان او نورو د ساتنې لپاره قرنطين وضع کړى دى او پر تګ راتګ مو هم محدويت وضع کړى دى.))

بل لورته د  پل علم ښاریان بیا وایي چې لا هم ښار ته له ولسوالیو او نورو ولایتونو څخه خلک ازاد تګ راتګ کوي چې په وینا یې که ‌یې مخه ونه ‌نیول شي، شاید د ویروس د لېږد سبب وګرځي.

خو د لوګر امنیه قوماندان وایي چې ښار ته داخلېدونکي موټر به هم محدود کړي.

سمونوال رحم خدا مخلص له خلکو د مرستې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې عام اوسېدونکي دې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو په پېژندګلوۍ کې له اړوندو مسوولینو سره همکاري وکړي.

د پل علم ښاروال نصیراحمد للیزي او امنیې قوماندان، د لوګر اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي دې اندېښنه نه کوي او زیاتوي چې له احتکار کوونکو سره  به قانوني چلند کیږي.

په ورته مهال د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزی د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې د قرنطین په اعلان شوې اوونۍ کې له بې ځایه ګرځېدو او ګڼې ګوڼې جوړولو څخه مخنیوی وکړي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د پلازمينې کابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونه هم د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه پر تګ راتګ محدويت وضع شوى دى.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په ټول هېواد کې ٢٣٩ تنه په کرونا پر ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ٤ يې مړه شوي او لس نور يې بيا ښه شوي دي.

بايد وويل چې په لوګر ولايت کې هم د کرونا درې مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو د دغه ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې دوه تنه يې بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.