ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپیسا کې کې دوه پاڅون کوونکي  وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي

په کاپیسا کې کې دوه پاڅون کوونکي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي

author avatar
2 Apr 2020 - 13:46
په کاپیسا کې کې دوه پاڅون کوونکي  وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي
author avatar
2 Apr 2020 - 13:46

 محمودراقي(پژواک، ۱۴وری ۹۹) : د کاپیسا امنیه قومانداني د دوه پاڅون کوونکو او درې طالبانو د وژل کېدو، د درې طالبانو او یوولس پاڅون کوونکو د ټپي کېدو خبر ورکوي.           

  د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش پژواک ته وویل چې تېره شپه دوه بجې د تګاب په شاه تو سیمه کې د وسله والو طالبانو او پاڅون کوونکو ترمنځ نښته پیل او د سهار تر پنځو بجو یې دوام درلود.     

   دده په خبره، په دغې نښته کې دوه پاڅون کوونکي وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي،  دغه راز درې طالبان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.                      

  دغه راز د کاپیسا د ولایتي شورا غړی عبدالعزیز صافی وایي چې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله له پورته یادې شوې شمېرې هم زیاته ده.      

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.