ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبکستان له افغانستان سره  د ۱۲ قلمه خوراکي توکو او روغتیاي وسایلو مرسته وکړه

ازبکستان له افغانستان سره د ۱۲ قلمه خوراکي توکو او روغتیاي وسایلو مرسته وکړه

author avatar
3 Apr 2020 - 19:14
ازبکستان له افغانستان سره  د ۱۲ قلمه خوراکي توکو او روغتیاي وسایلو مرسته وکړه
author avatar
3 Apr 2020 - 19:14

مزارشريف ( پژواک، ۱۵حمل، ۹۹) افغانستان سره د ازبکستان د بلا عوضه مرستو لومړنۍ بسته حيرتان بندر ته ورسېده.

په دغو مرستو کې ۱۲ قلمه خوراکي توکي او روغتيايي وسايل شامل دي، چې افغانستان کې به پر بې وزلو ووېشل شي.

افغانستان کې د ازبکستان سفير خواجه محمد شادمانوف د وري په ۱۵مه، په حیرتان بندر کي مرستو تسلیمولو ّر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان سره يې دغه مرسته د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې په موخه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې هېڅ هيواد په يواځې ځان له کرونا ويروس سره مبارزه نشي کولای او په وينا يې چې اړتيا ده څو هيوادونه او ملتونه يو بل ته د همکارۍ لاس ورکړي.

نوموړي زياته کړه، چې هيواد يې له افغانستان سره نورو مرستو ته هم ژمن دی.

د ازبکستان سفير وويل، چې په دغو مرستو کې ۳۰۰ ټنه اوړه، ۱۵۰ ټنه وريجې، ۵۰ ټنه غوړي، ۵۰ ټنه بوره، ۵ ټنه صابون، سل زره عدده صحي ګازپت، پنځه زره جوړې محافظتي جامې، پنځه زره دانې ماسک، لس زره جوړې دستکشې، پنځه سوه دانې محافظتي عينکې، سل دانې د تبې مالومولو ماشينونه او د ماشومانو لپاره لس زره جوړې جامې شاملې دي.

طبيعي پېښو ته د رسېدو وزير نجيب آقا فهيم د يادو مرستو تر لاسه کولو پروګرام کې پژواک ته وويل، چې ازبکستان په سختو شرايطو کې افغانستان سره خپل ښه ګاونډيتوب ثابت کړ.

د هغه په وينا په داسې حال کې چې خپله ازبکستان هم د کرونا ويروس له جدي ګواښ سره مخ دی؛ خو بيا يې هم افغانستان ته مرسته ولېږله.

فهيم زياتوي، چې له دې وړاندې چين هيواد هم افغانستان سره مرسته کړې وه.

هغه زياته کړه، چې ازبکستان او افغانستان په سوداګريزو او نورو برخو کې د ښو اړيکو غوښتونکي هيوادونه دي.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په خپلو خبرو کې وويل، چې وروستيو دوو کلونو کې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د سوداګريزو چارو برخه کې پام وړ اسانتياوې رامنځته شوي دي.

هغه زياته کړه، چې له ازبکستان څخه تر لاسه شوې مرستې به پر بې وزله کورنيو وويشل شي.

رهګذر هم وويل، چې کرونا ويروس يو نړيوال آفت دی او هيوادونه يې بايد په ګډه پر وړاندې ودرېږي او مخه يې ونيسي.

هغه له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه، چې افغانستان په سختو شرايطو کې راګير دی او په خبره يې لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

افغان او ازبکستاني چارواکي وايي، چې د دواړو هيوادونو د ټرانزيت او سوداګرۍ برخه کې به د لا ډېرو سهولتونو رامنځته کېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.